د کرېکټ له نړۍ تر ټولو جالب ترینه خبر

ثناگل گلزار

د اسټرالیا د ایډلیډ ایالت ۷ کلن ماشوم د اسټرالیا ملي لوبډلې ته لار ومونده، بختور ارچي سچیلر به راتلونکې چهارشنبه د هندوستان پر وړاندې خپله لومړۍ نړیواله او ټیسټ لوبه ترسره کړي.

ارچي د زړه ناروغي لري او ۶ میاشتې مخکې یې عملیات کړی و، اوس پر هغه د شفقت له مخې یې لوبډلې کې اخیستی او ډېر امکان دی، د هند خلاف به راتلونکې ټیسټ لوبه وکړي.
ارچي سچیلر په ښې لاس سره لیګ بریک توپ اچونه کوي.

دا د کرېکټ نړۍ ترټولو نوې او جالبه پېښه ده، چې یو ۷ کلن ماشوم دې د یوې ملي لوبډلې او هغه هم د ټیسټ لوبو خولۍ پر سره کوي