د عجایبو نړۍ، ممکن دا د کرکټ له ډګره تر ټولو ډېر جالب خبر وي

ولید خپلواک

په دې وروستېو کې ګڼ شمېر رسنېو دا خبر خپور کړی دی چې د استراليایې پټ کومېنس ملګرې د آی پی ایل د پيسو پر چک د خپل سپي لپاره اړین توکې اخلي.

 د استرلیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي څه موده وړاندې د هندوستان په تجارتي سیالیو کې یې په لوړ قیمت د کلکتې لوبډلې وپیره.

 پټ کومېنس کلکتې لوبډلې په ۱۵ نيم کروړه هندۍ کلدارو د خپلې لوبډلې لپاره غوره کړ.

د کومينس ملګرې (بیکي بوسټن) غواړي د راتلونکي آی پي ایل پر پېسو د خپل سپي لپاره اړین توکې راونیسې.

 پټ په خپل تجارتي لیګ بیګ باش کې هم په لوړ نرخ اخیستل شوۍ او ښه لوبې ترسره کوي. پټ کومينس د استراليا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ ویشتونکی دی چې په ۱۹۹۳ کال کې د مۍ پر اتمه نیو سوت ویلس کې د استرالیا په هیواد کې نوموړی تر اوسه ۲۶ کاله عمر لري.

  کومینس د کورني کرکټ ورسته د استراليا په ملي لوبډله کې هم ځان ته ځای پیدا کړ او پر ۲۰۱۱ م کال کې د استراليا لوبډلې ته راستون شو.

 لومړۍ نړیواله یو ورځینۍ لوبه یې په ۲۰۱۱ م کال کې د سویلي افریقا خلاف ترسره کړه، تر اوسه یې د استراليا په شمول د نيو سوت ویلس، سیډنې سیکسرز،پیرت سکارچرز،سیډنې تندر،کلکته نایټ رایډرز، او د ډیلې ډیلورز لپاره لوبې ترسره کړي دي.

 پټ کومېنس په خپله رسمي پاڼه کې د خپلې ملګري عکس خپور کړي او ورسره یې لیکلي چې زما ملګرې غواړي د آی پي ایل د پېسو پرچک خپل سپي ته مهم لوازم واخلې.

 پټ کومېنس لومړۍ بهرنې لوبغاړی شو چې د هندوستان د تجارتي لیګ په تاريخ کې پر لوړ نرخ خرڅیږي