د کرکټ له ډګره لنډ او جالب خبرونه

زمان ظاهر

 سریلانکایي تکړه لوبغاړي لاسیت ملینگا په شل اوریزه سیالیو کې یوازینی توپ ویشتونکی دی چې له ۱۰۰ زیاتي ویکټي لري

محمد ﻧﺒﻲ  ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻓﯧﺴﺒﻮک پاڼه پﻮﺳټ ﮐړی ﺩی او لیکلي یې دي ﭼﯥ ﻋﺰﺕ ﺍﻭ ﺫﻟﺖ ﻭﺭﮐﻮونکی ﻳﻮﺍﺯﯤ ﷲِ ﷻ ﺩی.

 اسټرالیایي تکړه لوبغاړي مارنوس لبسچگن په ټیسټ سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

 ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي ډیون براوو بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو، نوموړي وایي زما هدف راتلونکی نړیوال جام دی.

 ﺩ بنگله دېش بي پي ایل سیالیو کې ﻭﯾﺴټ ﺍﻧډﯾﺰﻱ ﮐﯿڼ ﻻﺳﻲ ﺑﺎﻟﺮ ﮐﺮﯦﺸﻤﺮ ﺳﯧﻨټﺎﮐﻲ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ﺳﺘﺮ ﻭﺍﯾډ ﺍﻭ ﻧﻮﺑﺎﻝ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐړ.

 ﮐﺮﯾﻢ ﺻﺎﺩﻕ ﺩ ﻗﻄﺮ ﭘﻪ ﻟﺲ ﺍﻭﺭﯾﺰﻩ ﮐﺮﮐټ ﻟﯿګ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﺍﻭوﺭ ﮐﯽ ۳۰ ﻣﻨډې ﻭﺭﮐړې، ﺗﻮﭖ ﻭﻫﻮﻧﮑﯽ ﻣﺤﻤﺪ ﺭﻀﻮﺍﻥ ﻭ.

 تیره شپه د قطر په لس اوریزه سیالیو کې کریم صادق په ۲ اورونو کی ۴۰ منډې ورکړي او ۱ ویکټ یي واخیسته او بیټنگ کی ۹ منډې وکړي ۱ شپږیزه یې وواهله.

 ﺭﺣﻤﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ګﺮﺑﺰ ﭼﯥ ﻟﻪ ﮐﻮﻟﻨﺎ ټﺎﯾګﺮﺯ ﻟﻮﺑډﻟﯥ ﺳﺮﻩ ﻟﻮﺑﯧږﻱ ﺩ ﺟﻤﻌﯥ ﭘﻪ ﺷﭙﻪ ﺩ ډﯦﺴﻤﺒﺮ ﭘﻪ ۱۲ ﻣﻪ ﻧﯧټﻪ ﭼټﮑﻪ ﻧﯿﻤﻪ ﺳﻠﯿﺰﻩ ﻭﻭﻫﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺑﻲ ﭘﻲ ﺍﯾﻞ سیالیو ﭘﻪ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﯥ ﺩ ﭼټﮑﯥ ﻧﯿﻤﻪ ﺳﻠﯿﺰﯤ ﺑﻨﺴټ ﮐﯧښﻮﺩ.

 تیره شپه په بي پي ایل سیالیو کې نوین الحق په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړي او ۱ ویکټ یي واخیسته او مجیب الرحمان هم په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یي واخیسته.

 ﺩ هند ﻏﻮﺭﻩ ﻟﯿګ ﺑﻮﻟﯽ ۴ ﻭﺭځې ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﯿږﻱ، ﻣﺨﮑﯥ ۹۹۷ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻭ ﻧﻮﻡ ﻟﯿﮑﻨﻪ ﮐړﻱ ﻭﻩ ﭼﯥ ﺩﻫﻐﻮ څخه ۳۳۲ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻱ ﺷﺎﺭټ ﻟﯿﺴﺖ شوﻱ ﭼﯥ ﺩﺩﻏﻮ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻭ ﻟﻪ ﺟﻤﻠﻲ څڅه ۱۸۶ ﻫﻨﺪي ﺍﻭ ۱۴۶ ﺑﻬﺮﻧﻲ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻱ ﭘﻪ ﺷﺎﺭټ ﻟﯿﺴﺖ ﮐﯥ ﻏﻮﺭﻩ شوﻱ.