د افغان کرکټ بورډ دننه؛ په لوبډلمشرۍ لانجې دعوې

لیکنه: سلیمان څارګر
له نړیوال جام وړاندې، کله چې ګلبدین نایب د کرکټ ملي لوبډلې کپتان و ټاکل شو، نو د اصغر افغان او نورو لوبغاړو کلک غبرګون یې را و پاراوه. له بده مرغه چې دغه غبرګونونه او جنجالونه اوس هم روان دي او خدای ج مه کړه کولی شي چې افغان کرکټ ته نه جبرانېدونکي زیانونه و رسوي. په لاندې لیکنه کې دغو جنجالونو ته لنډه کتنه کوو، خو تر ډېره له ملي تیلویزیون سره د اصغر افغان، فرحان یوسفزي او ګلبدین نایب د ۱۵/۱۲/۲۰۱۹ نېټې د خبرو اترو تحلیل ته تم کیږو.
په پورته نېټه د افغانستان ملي راډیو تیلویزیون ته پورته یاد شوی ښاغلي د کپتانۍ پر سر د را پورته شوې ستونځې په اړه د معلوماتو ور کولو لپاره مرکې ته را غوښتل شوي وو، خو متاسفانه ګلبدین نایب ناوخته مرکې ته را و رسېد او هم د ګلبدین له لومړنیو خبرو وروسته مرکه کوونکي ناڅاپه و ویل چې تخنیکي ستونځه پیدا شوې ده او له تخنیکي (؟) ستونځې وروسته خبرې بدلې غوندې شوې او ګلبدین نایب زیات تفصیلات ور نه کړل.

د مرکې په ترڅ کې د اصغر افغان ډېر ټینګار په دې وو چې که ما په تېر نړیوال جام کې نور لوبغاړي سمې لوبې نه کولو ته هڅولي وي او یا مې قصداً خپله ښه لوبه نه وي کړې نو خلک دې ثبوت وړاندې کړي. دلته باید و وایو چې تر ټولو غټ ثبوت په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې ۹ ماتې وې. همدارنګه له نړیوال جام وړاندې په تمریناتي کمپ کې له ګډون څخه د اصغر افغان د انکار لامل څه وو؟ خو همدا د ګلبدین نایب کپتان کېدل وو چې اصغر افغان جنوبي افریقې ته له تګه انکار و کړ.

دلته باید په دې خبره سر خلاص کړو چې یو څوک چې د کرکټ بورډ د اصولي پرېکړې (کپتان بدلول) پر وړاندې له تمریناتو لاس اخلي نو له هغه څخه د خرابې لوبې او دې کار ته د نورو لوبغاړو د هڅولو تمه هم باید و لرو.
هغه همدارنګه و ویل چې په نړیوال جام کې ما ډېرې ښې لوبې و کړې او دا د دې خبرې ثبوت دی چې ما خیانت نه دی کړی، نو په دې هکله باید و وایو چې اصغر یواځې د پاکستان په خلاف نیمه سلیزه و وهله خو له نیمه سلیزې وهلو وروسته د یوه بې مسؤلیته شاټ د وهلو له کبله و سوځېد، پاتې شوه د اصغر د ښو لوبو خبره نو هغه داسې ده چې اصغر تر 100 په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې له لوبېدو او په ډېر ښه نمبر (دریم یا څلورم) سره توپ وهنې ته له راتلو سره سره یواځې په 24 اوسط او 65 سټرایک رېټ سره منډې تر سره کړې دي. په دې اړه قضاوت کول هیڅ ارزونې او څیړنې ته اړتیا نه لري.

د مرکې په بله برخه کې اصغر افغان وايي چې دا خبره دې هم څوک ثابته کړي چې ما په لوبډله کې ډلبندي کړې ده او ګروپونه مې جوړ کړي دي، نو په دې برخه کې باید و وایو چې د ګلبدین نایب د کپتانې پر وړاندې د راشد خان او محمد نبي ټویټونه د څه لپاره وو؟ که ګروپ شتون نه لرلی نو راشد او نبي باید ملي ګټو او قانون ته سر ټیټ کړی وای او په ډېر حساس وخت کې یې باید داسې خبرې نه وای کړې چې له هېوادوالو سره یې پرېمانه اندېښنې پیدا کړې. همدارنګه د اصغر افغان له بیا کپتان کېدلو څځه وروسته پر ټولنیزه رسنۍ (فیسبوک) د محمد نبي وروستي پوسټ له دغې ډلبندۍ څځه پرده په بشپړ ډول پورته کړه.
همدارنګه اصغر افغان د مرکې په یوه برخه کې وايي چې په ټولنیزو رسنیو د ګلبدین نایب خبرې (د اصغر په کپتانۍ کې له لوبو کولو انکار) د هغه خپلې خبرې نه دي، بلکې تر شا یې نور څوک دي او ګلبدین نایب د هغوی لپاره دا خبرې کوي. که د اصغر افغان دغه خبره سل په سلو کې و منو، نو جوتیږي چې اصغر افغان په کرکټ بورډ/لوبډله کې نور خلک هم خفه کړي دي نو ځکه اوس هغه خلک ګلبدین نایب هڅوي چې د اصغر افغان خلاف خبرې و کړي او د هغه په کپتانۍ کې له لوبېدلو انکار و کړي.
د کرکټ بورډ د رئیس خبرو ته ځکه نه تم کیږو چې تېره ورځ یې په یوه مرکه کې په دې خبره ټینګار کاوه چې د آسترالیا او اماراتو ویشتن ځایونه (پېچونه) سره یو شان دي. کله چې ترې و پوښتل شول چې د آسترالیا پېچونه تېز او باونس لرونکي دي او په سختۍ سره پرې منډې جوړیږي او د اماراتو پېچونه د ورو توپ اچوونکو لپاره دي او زیاتې منډې پرې جوړیږي نو دغه ښاغلي و ویل چې دا خبره به وي خو د دوبۍ د پېچونو جوړولو ته هم خاوره له آسترالیا څخه راوړل شوې ده.
ګلبدین نایب مرکې ته ناوخته را و رسېد، خو بې حده ګیله من او خفه ښکارېده، او دا خبره یې څو ځله و کړه چې: د اصغر افغان بیا کپتان کول د بورډ پرېکړه ده، نو په دې کې به زه څه و وایم!
شخصاً ما ته د مرکې په ترڅ کې د اصغر افغان بې ځایه او بې وخته خندا او د مرکې په پای کې دا خبره چې: هوښیار سړی په اشاره باندې پوهیږي هههههههه، بې حده عجیبه ښکاره شول. اصغر افغان د مرکې په پای کې یو بل بد خبر هم واوراوه چې سمیع الله شینواری او نور پخواني لوبغاړي به بېرته لوبډلې ته را ولي. هغه زیاته کړه چې ابراهیم ځدراڼ ښه لوبغاړی دی، خو په نړیوالو لوبو کې فشار نه شي برداشت کولی، چې له دې دوو جملو څخه د اصغر افغان پلان، نیت او اراده ښه په ډاګه کیږي.
نتیجه: داسې ښکاري چې له نړیوال جام وروسته د ګلبدین نایب له کپتانۍ لرې کول، رحمت شاه پرته له کومې لوبې له کپتانۍ رخصتول او راشد خان کپتان کول او بیا له کپتانۍ لیرې کول یواځې او یواځې د اصغر افغان د بیا کپتان کولو لپاره وو او دا کار زمونږ هغه شکونه په یقین بدلوي چې کرکټ بورډ د ځانګړو کړیو په ولکه کې دی او که دغه کړۍ ماتې نه شي نو آی سي سي څخه تر لاسه کېدونکې پیسې به یواځې د څو خاینانو لاسونو ته لویږي او په ټیټه کچه به له کرکټه د خلکو زړونه تور او د نویو استعدادونو د ټوکېدلو او موندلو کار به په ټپه و دریږي او لیرې نه ده (خدای ج مه کړه) چې د کینیا او زېمبابوې په کتار کې و درېږو.