کرکټ بورډ د اصغر افغان له لوبډلمشرۍ د لېرې کولو کوم دلیل وړاندې نه کړ

حضرت عثمان نوري

د افغانستان کرکټ بورډ نن /جمعه/ تایئد کړه چې پیاوړی آل رونډر لوبغاړی ګلبدین نایب یې د یو ورځنیو سیالیو، ګوګلي ماسټر راشد خان یې د شل اوره سیالیو او حوصله ناک لوبغاړی رحمت شاه زرمتی یې د ټیستلوبو د ملي لوبډلې د لوبډلمشرانو په حېث په دنده ګمارلي دي.

راشد خان او محمد نبي د کرکټ بورډ وروستۍ پریکړې وغندلې او د بدلون غوښتنې یې کړي. د افغانستان کرکټ بورډ وروسته له هغې چې پخوانی لوبډلمشر محمد اصغر افغان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حېث ۱۹ ورځې کم ۴ کاله د کرکټ په ټولو فارمټو کې پاتې شو. ټیسټ، شل اوریز او د یو ورځنېو سیالېو لوبو لپاره اصغر افغان تر ډېره بریده ښې پریکړې کړي دي او له همدې امله په خپله لوبډلمشرۍ کې یې د افغان ملي لوبډلې په زیاتو بریاوو کې لاس هم درلود.

د ملي لوبډلې دوه بوخت او نامتو لوبغاړو هر یو راشد خان او محمد نبي، چې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د لوبېدو لپاره په هندوستان کې دي، د ټویټر له لارې د کرکټ بورډ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

دواړو د اصغر افغان لېرې کېدا نامناسبه بللې ده.

راشد خان او محمد نبي په خپلو ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د لوبډلې د یوه مخکښ غړي او د یوه داسې کس په توګه چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ شاهد پاتې شوی یم، فکر نه کوم چې تر نړیوال کپ وړاندې د کیپتان د بدلولو لپاره دا سم وخت و. ټیم د اصغر ستانکزي تر مشرۍ لاندې ښه روان و او زه شخصاً احساس کوم چې دی زموږ د کیپتانۍ لپاره سم کس دی.»

عین ټویټ د دواړو پر ټویټرپاڼه خپور شوی دی.

په بل ټویټ کې دوی ویلي: «د غوراوي کمېټې ته په ټول درناوي، د دوی له پرېکړې سره کلک مخالف یم ځکه چې غیرمسوولانه او غیر بېطرفانه ده. اصغر ستانکزی باید زموږ د ټیم کیپتان پاتې شي. د ده کیپتاني زموږ د بري لپاره ډېره مهمه ده.»

دوی دا هم ویلي چې یوازې څو میاشتې نړیوال کپ سیالیو ته پاتې دي نو په داسې وخت کې د کیپتان بدلون په ټیم کې غیریقیني حالت رامنځته کوي.

د ټولنیزو رسنېو نورو فعالانو په کرکټ بورډ سختې نیوکې کړي، تازه څو فعالو مبصرینو لیکلي:

 ((د اصغر افغان لرې کېدا په اوس وخت کې د ملي لوبډلې لپاره ښه زیری نه شي کیدی، باید اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې نه شي، لیکوال زیاتوي: مونږ ټول په يوه غږ د ميرويس اشرف او جاويد احمدي سره د صليقوي برخورد په اړه د کرکټ بورډ محلي او ملي ادارې څخه سپيناوی غواړو او همدارنګه په راروان ٥٠ اوريزه نړيوال جام کې د دوی لوبېدل مو جدي غوښتنه ده.))

میراحمد یاد لیکي: ((راشد او نبي د کریکټ بورډ د پرېکړو پر ضد اعتراضیه ټویټونه کړي، خو جالبه دا ده چې د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محب یې هم په کې مېنشن کړی دی.))