کرکټ بورډ په تازه پرېکړه کې د ملي لوبډلې لپاره درې لوبډلمشران اعلان کړل

حضرت عثمان نوري

د افغانستان کرکټ بورډ د ټیسټ، پنځوس اوریزه او شل اووريزو سياليو لپاره درې نوي لوبډلمشران يا کپتانان اعلان کړل.
راشد خان به د شل اووريزو سیالېو لپاره، ګلبدين نايب به د يو ورځنيو لوبو لباره او رحمت شاه زرمتی به بیا د ټیسټ لوبو کپتان وي.

اشد خان د يو ورځنيو مرستيال، شفيق الله شفق د شل اووريزو مرستيال او حشمت الله شهيدي دټسټ لوبډلې مرستيال وټاکل شول.

لیکوال او ژورنالست غازي عابد همدا شېبه پر خپل فسبوک ولیکل:

((ګلبدین نائب ښه الراونډر دی، پنځوس اوریزو کې یې هم بالینګ، هم بیټینګ په کاریږي، نو شاید ښه کپټان به هم شي. خو په اصغر خفه یم، دی چې کپټان وي، ډیر کلک او باجرائته معلومیږي، هر حالت کې یې حرکات او رنګ تغیر نه کاوه. یعنې ده ریسک اخیسته او ریسک اخیستل د لیډر انسان کار وي، ځکه به بریالی هم و!
زموږ هسې یو نظر دی، خو ټاکونکې کمیټه له موږ ښه پوهیږي، خدای دې دا پریکړې ښې ثابتې کړي))

خوږ ژبی خبریال ایمل پسرلي بیا په خپل ټویټر ولیکل:

((وايي اصغر افغان یې له لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشرۍ لیرې کړی . درې جلا کپتانان به وي اوس به وګورو چې د بد او ردو خوله د چا په لور خلاصېږي))

د کرکټ پیاوړی مبصر ابراهیم مومند په خپل ټویټر لیکلي:

((اصغرافغان ۱۹ ورځې کم ۴ کاله دکرکټ ملي لوبډلې کپتان وو. نوموړی د افغانستان کرکټ تاریخ د یوه کامیابه کپتان په توګه پېژندل کیږي.))

کبیر حقمل بیا وايي:

((د کرېکټ د يوه مينه وال په توګه له اصغر افغان مننه، چې لوبډله يې تر دې مهاله رهبري کړه او کامياب مشر و. ګلبدين، راشد او رحمت شاه ته توفيق غواړم، چې د کريکټ روان بهير په قوت سره ژوندی وساتي او لا ډېرې خوښۍ راکړي. کريکټ زموږ د هيواد وياړ او د ميليونونو د خوښې لوبه ده.))