د کرکټ بورډ تازه تغيراتو توند غبرګونونه را پارولي

جمعيت کريم زاهد

پرون د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په يوه خبري ناسته کې عجيبه اعلان وکړ، لوبډلمشر اصغر افغان يې له خپل موقف څخه لرې کړ او پر ځای يې د کرکټ د هر فارمټ لپاره جدا لوبډلمشر چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته split captaincy  وايي اعلان کړ. رحمت شاه يې د ټسټ لوبو لوبډلمشر، ګلبدين نايب يې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر او راشد خان ارمان يې د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړل. په داسې حال کې چې د کرکټ مينوالو د اصغر افغان په لوبه، د هغه په کپتاني، په لوبډله کې دکتاتوري، د خپلو وروڼو او خپلوانو او ملګرو په پالنه سختې نيوکې درلودې او سره د دې چې هغه يو بريالی کپتان وو خو بيا هم په دې دليل چې لوبډله کې ورسره تکړه لوبغاړي دي ځکه لوبې ګټي نو په کپتاني يې هم نيوکې درلودې، بيا هم د کرکټ دې پریکړې زما په شمول د کرکټ د مينوالو سخت غبرګونونونه راوپارول او دا پریکړه يې په داسې حساسو حالاتو کې غیرمسلکي وبلله. له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ دوه مخکښو لوبغاړو هر يو محمد نبي او راشد ارمان د کرکټ بورډ له دغې پریکړې څخه خپله نارضايتي ښودلې ده او خپل منفي نظرونه يې په ټویټر خپاره کړي دی چې د هيواد ولسمشر، اجرائيه رئيس او د امنيت شورا سلاکار يې هم پکې ذکر کړي دي چې دا په خپل ځای د کرکټ بورډ د کړندود code of conduct په خلاف يو عمل دی، په ټولنيزو رسنيو د نوموړو لوبغاړو دا کار هم غندل شوی او هم ستايل شوی دی.

د کرکټ بورډ دا پریکړه ولې ناسمه ده؟

  • نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه د نړۍ نورو هيوادونو له پخوا څخه د خپلو ټيمونو په منسجم کولو او تيارولو پیل کړی دی او د افغانستان کرکټ بورډ دا پریکړه چې نړيوال جام ته دومره کم وخت پاتې دی زمونږ ټيم پاشي، په ټيم کې ډلې جوړوي، د لوبغاړو مورال ضعيفوي چې په پايله کې يې د کرکټ ملي ټيم ته زيان دی.
  • که چيرې رښتيا هم کرکټ بورډ د اصلاحاتو لپاره دا پرکړه کولی، نو په داسې وخت کې بايد شوې وای چې نړيوال جام ته د تياريدو لپاره کافي وخت موجود وای او يا له نړيوال جام څخه وروسته شوې وای، که اصغر هر رقم وو، ان د فيلډ ټولو لوبغاوړ ورته احترام درلود او د ټيم يو بريالي کپتان وو.
  • ګلبدين چې نه خو خپله د کپتاني ښه مخينه لري او نه خپله د ټيم دومره کليدي لوبغاړی دی چې بغیر له ده څخه لوبه نشي کيدلی خو بيا هم د راتلونکي نړيوال جام لپاره د ټيم کپتان ټاکل شوی دی چې دا پریکړه د کرکټ په مینوالو ډیره درنده تمامه شوې ده، هغه څوک چې کرکټ تعقیبوي هغوی ته اندازه لګيږي چې د میس عینک زون په کپتاني کې ګلبدين څنګه وو او بله خبره دا چې ځینو ته معلومات شته کله چې په نسيم دانش پسې ځینو لوبغاړو او خلکو پاڅونونه کول نو د پردې شاته ګلبدين هم د حامد شینواري د پلويانو سره په دې شرط د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه چې نوموړی به د شل اوريزو لوبو کپتان کوي خو هغه وخت بيا عاطف مشعل راغی او د ګلبدين دا خوب رښتيا نشو ولې اوس چې هر څه د پردې شاته شوي وي هغه بیل بحث دی.
  • بله موضوع د split captaincy ده چې په کرکټ کې خصوصا په اسيايي هيوادونو کې ښه مخينه نه لري، که چیرې په مناسب وخت کې کپتان بدل شوی وای نو مونږ ښه لوبغاړي لرو چې د درې واړو فارمټونو کپتاني ته اوږه ورکړي او دلته د راشد له ټویټ څخه داسې بريښي چې يا خو له ده سره مشوره هم نده شوې او يا خو د راشد کوم فرمایش ندی منل شوی. دا پریکړه زما په نظر د رحمت شاه په کیرير باندې منفي تاثیر کولی شی هغه زمونږ د يو ورځنيو لوبو او ټسټ لوبو په بیټنګ کې د ملا د تير حیثيت لري، نو اکثر دغه رنګه لوبغاړي د کپتاني له امله خپل بیټنګ په ښه توګه مخته نشي وړلی.
  • داسې ګنګوسې لا له پخوا وې چې د اصغر کپتاني په خطر کې ده شاید اصغر هم پوه وو ځکه خو يې د ایرلینډ خلاف په ښه حوصله لوبې کولې او د تیر په پرتله يې بیټنګ ښه وو خو هغه پرفارمنس ته يې ونه کتل شول او له کپتاني څخه يې لرې کړ.

ايا نبي او راشد ښه کار کړی دی؟

  • د نن ورځې له دې پریکړې وروسته د نبي او راشد منفي نظرونه د دوی په ټویټر باندې راغلل چې دا عمل يې د کرکټ د اصولو او مقرراتو خلاف وو، دوی که هر څومره مخکښ لوبغاړي دي او حساب ورباندې کيږي خو د ادارې په پریکړو کې د مداخلې او داسې په نړۍ کې د کرکټ د ادارې حیثيت پاشلو حق نه لري، خیر دا جرات هم دوی ته همدغې ادارې ورکړی دی، دوی پخوا هم د کرکټ بورډ د مشرتابه په فرمایش په ټولنيزو رسنيو راڅرګند شوي دي خو هغه مهال د ادارې په ملاتړ وو دا ځل د ادارې د پریکړې خلاف…
  • اخر دوی ولې داسې وکړل؟… احتمالات داسې دي چې يا خو دوی رښتيا هم له دغو پریکړو پخوا نه وو خبر او په کرکټ يې زمونږ په شان زړه درد کړی… يا خو دوی د اصغر خوا خوږي دي او د بل په فرمایش يې دا کار کړی دی … يا خو به له دوی سره داسې وعده شوې وي چې لکه څرنګه چې راشد د شل اوریزو کپتان شو نبي به د راتلونکي نړيوال جام لپاره کپتان وي او دا چې د نبي ځای يې ګلبدين ته ورکړ نو دوی داسې غبرګون ښودلی دی … نبي او راشد ته پکار نه وو چې دا مسله يې په داسې شکل رسنيزه کړې وای، دوی خپل نظر له ادارې سره شخصي شريکولی شو خو چې هر څه دي د نوموړو دا کار د کرکټ د اصولو خلاف دی او داسې ورته نه وکول پکار، دوی سره بايد د قانون په چوکاټ کې عمل وشي.

په اخر کې به دومره ووايم چې د نن پریکړې څخه خبر شوم ما ته د حامد شينواري هغه پریکړه راپه زړه شوه چې د تلو په وخت کې يې نوروز منګل له کپتاني لرې کړ او حميد حسن يې کپتان کړ، حمیدحسن چې دغه بوج ورنه وشړید نوې ادارې بیرته نوروزمنګل راوست، اوس به دا بوج په ګلبدين باندې ډیر دروند وي خوصاً د نړيوال جام په جريان کې چې ټیم به هم ورسره په يوه خوله نه وي نو زمونږ ټیم ته دې الله ج خیر کړي. بل دلته د اصغر سره يو څه عقده يي چلند شوی دی، سمه ده له کپتاني دې لرې شوی وای خو په داسې حالاتو کې نه، خدایزده چې د پردې تر شا به نوره کومه لوبه روانه وي خو مونږ به دعا کوو چې کرکټ مو د زوال خوا ته لاړ نشي.