کرکټ مو تباه کیدونکی دی او باید وژغورل شي

ډاکټر سید نصیب الله 
په افغانستان کې کرکټ یوازينۍ هغه لوبه ده، چې ټول ولس يې په مينه ګوري، کله چې د افغانستان لوبه وي، نو مشران، کشران،ښځې، سړي، ماشومان، یعنې د هرې برخې خلک ورته په ډېره مينه ناست وي او خوند ترې اخلي، ځکه چې د هرې ورځو جنګونو او چاودنو تر څنګ کرکټ د خلکو یوازينۍ خوشحالي ده.
په هره اداره کې چې بدلون راځي، دا د يو پرمختګ لپاره راځي او په افغانستان کې زیات شمېر ادارې داسې دي، چې هلته مافیا حاکمه ده، په همدې ادارو کې يوه د کرکټ بورډ اداره هم وه، چې ځينو خلکو ترې مافيا جوړه کړې وه او که څه هم د افغانستان ملي لوبډلې ډېرې برياوې راوړې، خو وخت نا وخت به داسې پېښې هم کېدې چې ټول ولس به يې خپه کاوه او ولس به تل د بدلون غوښتنه کوله، خو چا يې غږ نه اورېده.
که څه هم له ډېر وخت راهيسې د لوبډلمشر د بدلېدو غوښتنې کېدې، خو د کرکټ بورډ د سرچینو تر مخه، له څو میاشتو راهیسې د لوبډلمشر په بدلېدو خبرې او مشورې کېدې، تر څو په لوبډله کې ځينې تغیرات او بدلون راشي، تر څو یوې خوا د ولس غوښتنه پوره شي او بلخوا د کرکټ پرمختګونه چټک شي، چې اخر هم په ملي لوبډله کې بدلون له نړيوال جام دوه میاشتې مخکې ترسره شو.
په کرکټ کې پلېر پاور ډېر خطرناک دی او کله چې هم په کوم هېواد کې پلېر پاور غلط استعمال شوی دی، نو هغې ډېرې بدې پايلې درلودلې دي، په دې باندې د کرکټ نړیواله شورا هم ډېر سخت چلند کوي او نه غواړي چې لوبغاړي دې د کرکټ په مدیريت کې
لاسوهنه وکړي. کله چې کرکټ ته ملګرتیا او خپلوي او واسطه راغله، نو بيا له کرکټ څخه باید لاس ومينځل شي، افغانستان هم په داسې حالت کې کرکټ کاوه، چې ځينو خلکو بېخي داسې ګاڼه، چې دا د دوی شخصي بورډ دی او هر څه چې يې په زړه وي، باید هماغه ترسره کړي، خو د نوي چيرمېن عزیزالله فضلي له راتګ سره سم، چې د ارګ له پوره واک سره کرکټ بورډ ته راغی او لومړی هدف يې هم دا و، چې په کرکټ بورډ کې به ژور تغیرات راولي، نو نوموړي په ژورو تغیراتو پيل وکړ، چې پکې د کرکټ ټيم د منېجر بدلول، د سليکشن کمېټې د مشر بدلول او همدا راز د اجراییه رییس بدلول هم شامل و، چې خلکو يې له ډېر وخت راهيسې غوښتنه
کوله.
د افغانستان په کرکټ چې کومه مافیا حاکمه وه، د دغې مافیا ماتول او له منځه وړل ډېر لازم و، باید چې نوو ځوانانو ته چانس برابر شي، ځکه په افغانستان کې نوی ټېلنټ بېخي ډېر دی، خو ځينې لوبغاړو او کسانو نه غوښتل چې د افغانستان ملي لوبډلې ته دې نوي ځوانان راشي او د افغانستان نوم دې روښانه کړي، چې د دې په سر کې شفیق ستانکزی او اصغر افغان ول. دوی یو شمېر خلک نور هم له ځان سره کړي ول، چې کله د دوی کيسه خرابېږي، نو باید چې له هغوی ګټه پورته کړي، لکه محمد نبي او راشد خان چې کوم ټویټونه وکړل.
موږ ته پکار دي چې د بدلون ملاتړ وکړو، ځکه په کرکټ بورډ او ملي لوبډله کې ډېر بدلون او تغیراتو ته اړتیا ده او باید چې ډېرو نوو ځوانانو ته چانسونه ورکړل شي، خو هغه ځوانانو ته چې د وړتیا پر اساس راشي، نه په دې اساس چې د اصغر افغان او يا نورو خپلوان وي او هغوی دې په لوبډله کې لوبېږي او کوم څوک چې وړتیا لري، هغوی دې بهر ناست وي.
ډېر ژر به نور هم ډېر بدلونونه ولیدل شي او باید چې د دې موږ مرسته او ملاتړ وکړو، که غواړو چې په نړیواله کچه د افغانستان نوم روښانه شي او کرکټ مو نور هم پرمختګ وکړي، باید چې هغه مافیا له منځه لاړه شي، چې په کرکټ حاکمه ده. که د راشد خان او محمد نبي نه د افغانستان نوم لیرې کړل شي، نو دوی به تر کلبونو مخکې لاړ نه شي، نو په ځای د دې چې د بدلونونو او تغیراتو پر وړاندې خنډ شي او د يو چا په وینا د افغانستان کرکټ په نړۍ کې مسخره کړي، په خپل فټنس او لوبه دې ډېر پام وکړي، تر څو په نړیوال جام کې افغانستان نوې برياوې په خپل نوم کړي.