جوسيپ الزاري په بې رحمه توپ اچوونې د نبي او راشد لوبډله له بریا را ستنه کړه

خان وزیر عابد

د هند غوره لیګ یا (ای پي ایل) سیالیو په دوام په ۱۹مه لوبه کې ممبۍ لوبډلې سنرایزرز حیدر اباد ته د (۴۰) منډو په توپیر ماتې ورکړه، په دې سیالۍ کې د ممبۍ لوبډلې لپاره ویسټ انډیزي جوسیپ الزاري په خپله لومړنۍ سیالۍ کې شپږ لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

د یاد لیګ په دې ۱۹ مه سیالۍ کې د لوبې پچه حیدراباد لوبډلې وګټله او لومړی د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، ممبۍ اینډینز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره حیدراباد لپاره د (۱۳۷) منډو هدف وټاکه.

د ممبۍ اینډینز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کېرون پولارډ ( ۴۶) چټکې منډې جوړې کړې، همداراز کوېنټن ډیکوک بیا (۱۷) او کرنول پنډیا ( ۱۴) منډې چې د هدف په لوړولو کې مرسته وکړه.

د سنرایزرز حیدراباد لپاره په توپ اچونه کې سېدرت کویل دوه لوبغاړي وسوځول، همداراز افغان لوبغاړو هم ښه توپ اچونه ترسره کړه؛ محمد نبي په څلور اورونو کې( ۱۳) منډې ورکړې او یو لوبغاړی وسوځوه، همداراز راشد خان هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ټاکل شوی د( ۱۳۷) منډو هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله یې په اتلسم اور کې په ( ۹۶) منډو وسوځېده او سیالي یې پر (۴۰) منډو سیالې لوبډلې ته بایلوده.

د سنرایزرز لوبډلې لپاره دا ځل د تمې خلاف توپ وهونکو ښه لوبه ونکړی شوه چې له ډلې ډیپک هوډا ( ۲۰) منډې، ډېویډ وارنر (۱۵)، بریسټیو ( ۱۶) او افغان لوبغاړي محمد نبي  بیا د خپلې لوبډلې لپاره (۱۱) منډې جوړې کړې، خو سیالي یې بایلوده.

د ممبۍ لوبډلې لپاره نن کامیابه توپ اچوونکي د سږني لیګ په لومړنۍ لوبه کې الزاري جوسیپ په ۳.۳ اورونو کې دولس منډې ورکړې او شپږ مهم لوبغاړي وسوځول، نوموړي په کامیابې توپ اچوونې سره ممبۍ ته بریا ورپه برخه کړه.

د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی هم جوسیپ ونومول شو، ځکه نوموړي شپږ لوبغاړي وسوځول همداراز جوسېپ الزاري په آی پي ایل کې د نوو ریکارډونو بنسټ هم کېښود هغه د سهېل تنویر ریکارډ هم مات کړ، پخوا په (۲۰۰۸) میلادي کال کې سهیل تنویر په( ۴) اورونوکې
( ۱۴) منډې ورکړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځولي و.

که څه هم هدف کم و خو حیدراباد لویډلې ترلاسه نکړ، د معلوماتو له مخې دوه کاله وړاندې په همدې لوبغالي ممبی انډینز لوبډلې په پایلوبه کې د ۱۲۹ منډو دفاع هم کړې وه.

نن په (ای پي ایل) لیګ کې دوه مهمې سیالۍ دي، په مازدیګرنۍ لوبه کې بېنګلور لوبډله د ډهلي پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، همداراز راجستان رایلز لوبډله بیا د کلکته نایټراډرز لوبډلې سره په ماښام ۷ بجو سیالي ترسره کوي.