کوېک سېنگلز؛ افغان کرکټ بورډ ولې باید د ای سي سي له بندیز سره مخ شي؟

اکبر اقبال
د کرکټ نړیوالې شورا تل هڅه کړي/کوي څو له مختلفو لارو افغان کرکټ بورډ له بندیز سره مخ کړي او تر مخ یې خنډونه پیدا کړي، خو د کرکټ بورډ د وخت مشرانو دا توطیې په ډېر مهارت سره مهار کړې وې. ای سي سي غواړي ډېرې کمې لوبډلې د پل ممبر په توگه له ځان سره وساتي تر څو د دوی لگښتونه راکم شي او په اسانۍ سره دغو کمو لوبډلو ته ښه امکانات برابر او لاسرسی ورته ولري.
ای سي سي کوم ډؤل هیوادونه او کرکټ بورډونه د پل ممبر په توگه له ځان سره ساتل او حمایه کول غواړي؟
چې یوه منظمه او قوي لوبډله وي.
لوبغاړي یې فټنس ستونزه ونلري.
د لوبغاړو تر مېنځ خپلمنځي شخړې نه وي.
هیواد یې پر امن وي.
له پنځو تر لسو پورې په نړیوال معیار پوره لوبغالي ولري.
د کرکټ بورډ مشران (چیئرمېن، سي او) له کرکټ او د دې لوبې له اصولو سره پوره بلدتیا ولري، او په نړیوال سټېج خپل هیواد او کرکټ په ښه توگه ریپریزېنټ کړي(وښیي).
په کرکټ بورډ او لیگونو کې یې هيڅ ډول فساد مؤجود نه وي.
لوبغاړي د وړتیا له لارې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي.

خو تر ټولو مهم….
په کرکټ بورډ کې هیڅ ډؤل سیاسي مداخله باید نه وي.
د لوبغاړو په غوراوي کې هيڅ سیاسي مداخله او لاسؤهنه نه وي.
د ښځو ملي لوبډله باید موجوده وي.
لوبغاړي باید په اخلاقي فساد ککړ نه وي.
د کرکټ بورډ مشران کولیفایډ (لایق) کسان وي.
د کورني کرکټ یو ښه سټرکچر (جوړښت) ولري.
داسې یوه لوبډله چې دوامدار پل ممبرشیف وساتلی شي.
د بورډ غړي هيڅ واک نلري چې د کرکټ بورډ په چارو کې لاس وهنه وکړي، فقط دوی په کالنۍ غؤنډه کې د کرکټ بورډ له مشرانو راپور اخلي او بس.
اوس به مونږ وگورو چې زمونږ کرکټ او کرکټ بورډ څومره د ای سي سي په اوصولو برابر دی!. رب تعالی دې زمونږ کرکټ ته خېر پېښوي. (امین)