افغان الف لوبډلې د بنګال الف لوبډله په ١٠ ويکټو ماته کړه

خان وزیر عابد

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ لومړنۍ پنځوس اوریزه سیالي افغانستان په لس ویکټو وګټله. د دغې سیالۍ پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېشۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دوو لوبغاړو تر نورو ډیری منډې جوړې کړې. دې لوبډلې لپاره عفیف حسین ۵۹ او فرهاد رضا ۳۰ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د افغانستان له لورې په توپ اچونه کې کریم جنت او نوین الحق دوه ـ دوه بنګالي لوبغاړي وسوځول، دغه راز شرف الدین اشرف، قیس احمد او فضل نیازي بیا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د افغانستان الف لوبډلې ټاکل شوی د ۲۰۲ منډو هدف په ۴۴ م اور کې بې له کوم زیانه په اوپنېنګ پوره کړ چې په دې سره یې د بنګله دېش الف لوبډلې ته د ټېسټ سیالۍ سربېره په یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز ښه پیل واخیست دواړه تر وروستیو پورې ناسوځېدلي پاتې شو، رحمان الله ګربز ۱۰۴ منډې او ابراهیم ځدراڼ بیا ۸۵ منډې جوړې کړې چې یاده سیالي افغانستان ته وګټله.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې مشهوره بالرانو مهدي حسن،روبېل حسین، ابو جاوید او نظم الاسلام هیڅ کوم لوبغاړی ونه سوځاوه.

د بنګله دېش په الف لوبډله کې شپږ هغه لوبغاړي هم موجود وو کوم چې دا مهال د ملي لوبډلې برحاله غړي دي په دې ډله کې چټک توپ اچوونکی ابو جاوید، نظم الاسلام، روبیل حسین، شبېر الرحمان مهدي حسن او ایمرالقیس شامل دي.

د افغانستان ځوان لوبغاړي بنګله دېش ته په دې سفر کې ډېر ښه ځلېدلي دي، د افغان مبصرینو پر وینا دا ځوانه لوبډله کولی شي چې د نړۍ سترې سترې لوبډلې ماتي کړي، دوی وایې دا لوبغاړي به په راتلونکې کې د ملي لوبډلې ښه استازولي وکړي.

د یادونې وړده د افغانستان الف لوبډله به په بنګله دېش کې د دې هېواد د الف لوبډلې سره څلور نورې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.