د محمد شامي په هیټریک هند لوبډلې افغان لوبډله ماته کړه

د افغانستان او هند ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه، خو د لوبې په وروستي اور کې هندي توپ اچوونکي محمد شامي د افغانستان درې لوبغاړي په پرله پسې ډول وسوځول او په ۱۱ منډو يې خپلې لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه.

د نړيوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله شپږمه لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړه. د لوبې په پیل کې پچه هند وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د هندۍ لوبډلې له خوا ويرات کوهلي او کيدار جاداو ښه توپوهنه وکړه، چې لومړي ۶۷ او دويم يې ۵۲ منډې وکړې. هندۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۴ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا بيا ډېره ښه توپ اچوونه ترسره شوه چې ګلبدین نایب او محمد نبي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، همدا راز مجیب الرحمن، افتاب عالم، راشد خان او رحمت شاه هم یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغانستان د ياد هدف پوره کولو لپاره ښه لوبه ترسره کړه، خو د لوبې په وروستي اور کې افغانستان ته ۱۶ منډې پکار وې او ۳ ويکټې يې درلودې. محمد شامي توپ اچوونه ترسره کوله چې په دريم توپ يې محمد نبي وسوځاوه، په څلورم يې افتاب عالم او په پنځم يې د مجیب الرحمن ويکټ واخيسته او په روان نړيوال جام کې يې لومړی هېټريک وکړ او هندۍ لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د افغانستان له خوا محمد نبي ۵۲ او رحمت شاه ۳۶ ډېرې منډې وکړې، چې د هندوستان له لوري محمد شامي څلور افغان لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جسپريت بمراه ته ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې افغان لوبډله به خپله اوومه لوبه د روانۍ جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه د بنګله دېش هېواد پر وړاندې ترسره کړي.