د اکرام علي خیل په خلاف دومره زر قضاوت مه کوﺉ | سلیمان څارګر

د اسیا د ١٩ کلنو لوبډلو د جام په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې سلیزه یې د توپ وهنې پر استعداد دلالت کوي.
نور دلایل:

‍۱: هغه لوبغاړی چې په ٩ نمبر توپوهنې ته را کوزیږي، د منډو ډېره تمه ترې مه کوﺉ.
٢: تر اصغر افغان یې اوس هم د توپوهنې تخنیک قوي دی.
٣: پر اکرام له یوه لوري د وېکټ ساتنې او له نبي سره د پاتې کېدو مسؤلیت ؤ او له بلې خوا یې د بومرا او شامي مقابله کوله. بومرا د ٥٠ اوریزو لوبو لومړی نمبر بالر دی. دا سخت اعصاب خوړونکی امتحان وي خو اکرام تر ډېره بریالی ؤ.
۴: د نوي توپ وهونکي سېټ کېدل او بیا د بومرا او شامي مقابله کول بې حده سخت کار دی.
۵: په کیپېنګ کې لږ تر لږه (د شهزاد په نسبت) د مخالفې لوبډلې د ٢٠ منډو مخه نیسي.
۶: په ناڅاپي ډول له ستر امتحان (نړیوال جام) سره مخامخ شو.
۷: د هند پر وړاندې د ماتې اصلي لامل د حضرت، ګلبدین، اصغر او رحمت بې مسؤلیته سوځېدنه او شاټ وهنه وه، نه د اکرام توپوهنه.
۸: تر ټولو مهم دا چې اکرام په دریم یا څلورم نمبر لوبېدلی لوبغاړی دی، خو اوس ډېر وروسته لوبول کیږي، داسې لکه حشمت ته چې د حضرت دنده و سپارل شي. که په مناسب پوزیشن و لوبول شي نو زر به ځان زمونږ د توپوهنې د یوې مهمې برخې په توګه ثابت کړي.