په نړیوال جام کې ۱۸ کلن اکرام علي خیل د افغان لوبډلې ویکټ ساتونکی شو

ـــ تاند

د افغانستان کرکټ بورډ ومنله چې د افغان لوبډلې لپاره پخوانی او پياوړی لوبغاړی شهزاد محمدي له نړیوال جام سیالېو څخه بهر شو. ښايي د شهزاد محمدي له یاد جام سیالېو څخه بهر کېدل، د پاکستان خلاف سیالۍ کې د نوموړي ټپي کېدل وي، شهزاد هغه وخت په خپلو پښو کې د درد احساس وکړ.

د شهزاد محمدي پر ځای به اوس د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل له ملي لوبډلې سره یو ځای کیږي. اکرام د نړیوال جام سیالیو لپاره د منتظره لوبغاړو په لست کې و، چې د کرکټ مینه والو او مبصرینو په وینا باید یا شفیق الله شفق او یا هم اکرام علي خیل وټاکل شي، خو دا چې شفق په سکواډ کې نه و، اکرام علي خیل ته اولیت ورکړل شو.

د افغان کرکټ بورډ عمومي ریئس عزیز الله فضلي رسنېو ته ویلي چې ډاکټرانو د شهزاد په زنګانه کې د ستونزو له کبله هغه ته د لوبو نه کولو او د ارام سپارښتنه کړې ده. هغه له څه مودې راهیسې په خپلې پښې کې د درد له کبله رنځېده او ډاکټرانو یې له پښې اوبه هم ویستلې وې، خو بخت یې لوبو ته نه، بلکې استراحت منډې وهلې.

شهزاد په دې وروستېو ۲ سیالېو کې ښه ونه ځلېد، او د کرکټ مینه والو له سختو نیوکو سره هم مخ شو، محمدي شاوخوا دوه کاله وړاندې د ناقانونه درملو د خوړلو له کبله لوبو هم منع کړل شوی و چې د بندیز مودې له ختمېدو وروسته بېرته افغان ملي لوبډلې ته راغی.

اکرام علي خیل د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ویکټ ساتونکی و. هغه تازه ملي لوبډلې ته راغلی دی چې په چپ لاس توپوهنه هم کوي. دا چې علي خیل به د شهزاد تشه ډکه کړي او که نه؟ وخت یې ځواب وايي.

علي خیل به له نیوزیلنډ سره تر سیالۍ دمخه برتانیا ته ورسیږي، خو لا هم معلومه نه ده چې له یادې لوبډلې سره به په سیالۍ کې وي او که نه؟