پخوانی انګلنډی ویکټ ساتونکی پاول د چلینجرز لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

ولید خپلواک

 د انګلستان پخوانی ویکټ ساتونکی او په کارابین پریمیرلیګ کې دوه ځله ګټونکی اوس مهال د بنګله دیش پريمیر لیګ کې د چټوګرام چيلینجر روزونکی دی، پاول نیکسن د هندۍ مشهوره ویب پاڼي کریک بز سره په مرکه کې ویلې دي: ((ما د ډیرو کلونه لپاره په تلویزون بي پي ایل لیدلی، د پخوانی لوبغاړي په توګه او اوس د کوچ په برخه کې دا ډول لوبې په زړه پورې وي، دا هغه څه دی چې په اسیایې هيوادونو کې د انګلستان روزونکي باید ډېر شي، دا ډیره په زړه پورې ده چې دلته بنګله دیش کې زه روزونکی شوم، په خپله لوبډله به ډير کار وکړم ترڅو ښه سیالۍ وکړو او په ځوانو لوبغاو به ډیر تقید وکړم ترڅو د راتلونکي لپاره ښه کرکټ ترسره کړي.

 د نوموړي مرکه (د کریک بز) ویب پاڼې سره ډيره اوږده وه، پاول نیکسن وایي کله چې د لومړي ځل لپاره د استراليا خلاف ولوبېدم، دا زما لپاره یو خوب و، پاول نیکسن د انګلستان هيواد اوسیدونکی دی په ۱۹۷۰ م کال کې د اکټوبر په ۲۱ زیږیدلی دی، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۷ م کال کې د استراليا خلاف ترسره کړه.