د سریلانکا مشر روزونکی مکي ارتور ټاکل کیږي

ولید (خپلواک)

 د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د (مکې ارتور ) سره دوکلن تړون لاسلیک کړ، ارتور د سهیلي افریقا د هيواد پورې تړلی دی چې تر اوسه یې د پا کستان، استراليا او افریقا لپاره د مشر روزونکی په توګه دنده ترسره کړی وه، د سریلانکا کرکټ بورډ دغه اعلان پرون ناوخته وکړ چې تر راتلونکو دوه کلونو پورې به ورسره افریقا یې ارتور د لوبډلې مشر روزونکی وي.

 له ده سره به د توپوهنی کوچ د سریلانکا لپاره (ګرانټ فلاور) د توپ اچونې کوچ (ډیویډ ساکر) او (شین مک ډرومټ) د ډګر ساتنې کوچینګ ترسره کړي. د سریلانکا د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس (اشلې ډې سیلوا) دغه خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې درې واړه به په دوه کلن قرارداد کې ګډون وکړي.

 ساکر د لسو کلونو لپاره د استراليا او انګلستان د ډګر ساتنې کوچ پاتې شوی و. متحد عربې اماراتو یې په ترلاسه کولو کې پوره هڅه وکړه تر څو یې د خپلې لوبډلې روزونکی کړي. ارتور دا نه دي ویلي چې په راتلونکي سفر کې چې سریلانکا یې پاکستان ته لري، دا به ورسره ملګری وي یا نه.

 ارتور له دي څخه وړاندې د پاکستان لوبډلې مشر روزونکې و او پاکستان د مسلسلو ماتو په خوړلو نوموړی ګرم وګاڼه او له روزنې یې لري کړ، دا خبر د کرکټ مشهوره ویبپاڼې کریک انفو په خپله رسمي پاڼه کې خپور کړی و.