غېر قانوني درملو سره د مبارزې ادارې په روسیه ۴ کلن بندېز ولګاوه
غیر قانوني درملو سره د مبارزې نړیواله اداره (WADA) روسیه باندې څلور کلن بندیز لگولی چې له امله يي دغه هېواد راتلونکو څلورو کلونو لپاره هېڅ ډول مهمو نړیوالو لوبو کې گډون نشي کولی.
د واډا دغې پرېکړې څخه وروسته روسیه د توکیو ۲۰۲۰ المپیک او په قطر کې ترسره کېدونکی د ۲۰۲۲ د فوټبال نړیوال جام کې گډون نشي کولی. د واډا اجرایوي مشر دغې پرېکړې اورولو پر مهال وویل چې روسي لوبغاړي کولی شي د یو بې طرفه بیرغ په استازیتوب د توکیو المپیک سیالیو کې گډون وکړي، خو دغه لوبغاړي باید ثابت کړي چې د غیر قانوني درملو د رسوایۍ برخه نه دي.
واډا وايي چې دغه پرېکړه يي په ۲۰۱۹ کې د روسيي له لوري دغې ادارې ته د غلطو او بدلو شوو معلوماتو استولو له امله کړې. روسیه د واډا دغې پرېکړې ننگولو لپاره ۲۱ ورځې وخت لري، او که چېرې روسیه دغې مودې کې د دغې پرېکړې ننگولو پرېکړه وکړي، نو دغه قضیه به د ورزش سترې محکمې ته واستول شي.
دا په داسې حال کې دی چې د واډا مرستیال مشره لېندا هلاند دغه مجازات کافي نه بولي او پر روسيي تر دې د سختو بندیزونو غوښتنه کوي. مېرمن هلاند په دې اړوند وویل: «ما د تر ټولو سختو بندیزونو غوښتنه کړې وه. دا په موږ د پاک لوبغاړو پور دی. سرغړونکي هېوادونه باید له سخت نه سخت مجازات شي.»
هېره دې نه وي چې په روسیه د سوچي د ۲۰۱۴ المپیک سیالیو څخه وروسته بندیز لگول شوی. روسیه د سوچي المپیک سیالیو کې ۳۳ مډالونه چې ۱۳ د سرو زرو مډالونه په کې شامل ول گټلې وې. خو د ۲۰۱۸ ژمنۍ المپیک کې د روسيي ۱۶۸ لوبغاړي د بې طرفه بیرغ لاندې سیالۍ ترسره کړې.