تکواندو: نېکپا عماني لوبغاړي ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د تکواندو تکړه لوبغاړي روح الله نېکپا نن /یکشنبه/ خپل عماني سیال ته ماتې ورکړه.

په دې سیالي کې، چې د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې وشوه، نېکپا ګټونکی اعلان شو.

روح الله نېکپا به په بله مسابقه کې د لاووس له لوبغاړي سره مخامخ شي.

که نېکپا درې لوبې وګټي د المپیک سیالیو ته به لاره ومومي.

د ۲۰۱۶ المپیک لوبې په برازیل کې کېږي.

نیکپال د پیکینګ په المپیک لوبو کې په ۵۸ کیلو وزن کې د سرو زرو او د لندن په المپیک سیالیو کې په ۶۸ کیلو وزن کې د ژېړو یا برونز میډال ګتلی و.

نېکپا لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په المپیک سیالیو کې یې د افغانستان لپاره میډال ګتلی دی.

د فلیپین د تکواندو په سیالیو کې د افغانستان ۳ نور لوبغاړي عبدالصبور غلاميؤ نیلا احمدي او محمود خیدري حذف شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *