انضمام الحق له خپلې دندې استعفی وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې مشر روزونکی انضمام الحق چې له افغان کرکټ بورډ ادارې سره یې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال نومبر تر وروستۍ نیټې پورې رسمي تړون درلود، نن یې د یوه استعفی خط له مخې له خپلې دندې استعفی وکړه.

په رالیږل شوې رسمي استعفی پاڼه کې انضمام الحق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د ملي لوبغاړو له مسلکي اړیکې مننه کړېده او افغان لوبډله یې د ډېر نږدې راتلونکې اتله لوبډله بللې ده. انضمام الحق لیکلي چې، “له افغان کرکټ بورډ ادارې د یوې ښیګڼې غوښتنه لرم تر څو زما هېوادني مسئولیت ته په کتنې سره زما استعفی ومني”.

سربېره پردې، د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهریار خان د افغانستان کرکټ بورډ له اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په واسطه د انضمام الحق د استعفی په منظورۍ کې د افغان کرکټ بورډ ادارې د کلکې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان کرکټ بورډ پخوانیو همکاریو ته په کتنې سره او په اوسني حالت کې د افغان کرکټ بورډ غني موقف له مخې له پاکستان کرکټ بورډ سره د یوې ښېګڼې په ډول د انضمام الحق پر استعفی د پریکړې لپاره د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش تر مشرۍ لاندې د کرکټ بورډ مشرتابه غونډه ترسره شوه.

د انضمام الحق استعفی لیک او د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رئیس له لوري د کلکو همکاریو له غوښتنو وروسته د مشرتابه کمېټې د انضمام الحق استعفی له پاکستان کرکټ بورډ سره د یوې ښېګڼې او د سالمو اړیکو پراختیا په موخه منظوره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *