ټوني اریش ولې له خپلې دندې استعفا وکړه

ولید ( خپلواک )

 ټوني اریش چې د مسلکي کرکټرانو د اتحادیې مشر و، پرېکړه یې کړه  چې د خپلو شخصي ستونزو له امله د دې دندې څخه استعفا وکړي.

نوموړی په تیر کال سيپټمبر میاشت کې اجرایوي مشر وټاکل شو. ټوني اریش د دې دندو ترڅنګ د ایرلنډ کرکټ نړیوالې شورا د (فیکا) اجرایوي رییس هم و.

 ټوني ویلي: زه ډېر خوښ یم چې د پاکستان کرکټ بورډ سره مې دنده ترسره کړه، زه د ډېرو سختو سره مخ شوم خو بیا هم خپله دنده مې په کامیابۍ ترسره کړه، زه نور نشم کولای چې په یاد بست کار وکړم، ځکه زه شخصي مسایل زیات لرم او باید خپلې کورنۍ ته ستون شم.

 د ټوني اریش له استعفا وروسته د پي سي ای لپاره جولین میترل اجرایوي رییس وټاکل شو.

 جولین میترل ویلي: (( دا ډېر مایوسه کوونکی خبر دی، چې ټوني په یو اساس وخت کې د خپلې دندې استعفا وکړه، خو بیا هم زه د هغې د کړو چوپړونو څخه مننه کوم، هغه به اوس خپلې کورنۍ ته ستون شي او په راتلونکې ژوند کې ورته د لا بریالیتوب غوښتنه کوو.

یاده دې وي چې ټوني اریش ډېر وخت له جنوبي افریقا لوبډلې سره تېر کړی دی.