انضمام الحق د پاکستان له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو لپاره وخت وغوښت

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بیټنګ سرروزونکي انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د وړاندیز شوې دندې په اړه دې فکر کولو ته وخت ورکړای شي.

د پاکستان کرکټ بورډ انضمام الحق ته وړاندیز کړی چې د ملی ټیم د غوراوي مشري ومني.

د پاکستان د کرکټ بورد مسوولانو پرون /جمعه/ تایید کړه چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان، انضمام پاکستان ته وربللی او مفصلې خبرې یې ورسره کړي دي.

دوی وویل، شهریار خان انضمام ته وړاندیز وکړ چې د پاکستان د ملي ټیم د غوراوي مشري ومني.

سرچینه وايي چې د پاکستان د ملي ټیم دغه پخواني کیپتان او اوس د افغانستان د ملي ټیم سرروزونکي انضمام تر یوه حده د شهریار شرطونه منلي دي.

سرچینې وویل، شهریار خان انضمام ته ویلي چې پوره واک به ورکړي او دغه راز یې ډاډ ورکړی چې ښه معاش او نور امتیازونه به ورکړي.

ویل شوي چې د افغانستان کرکټ بورد انضمام ته نژدې ۱۲ زره ډالر معاش ورکوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي، انضمام د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې قرارداد د سږ کال په دسمبر کې پای ته رسېږي.

د دوی په وینا انضمام همداراز ویلي چې باید وخت ورکړای شي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرانو سره وږغېږي او له هغوی سره یوې دوستانه موافقې ته ورسېږي.

د ده له قوله همداراز ویل شوي چې نه غواړي د افغانستان ټیم په میدان یوازې پرېږدي.

انضمام، چې د پاکستان خورا تکړه لوبغاړی تېر شوی، په ۱۲۰ ټست میچونو او ۳۹۸ یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان لپاره لوبه کړې.

دی تېر کال د افغانستان د ملي ټیم د روزونکي په توګه کار پیل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *