سریلانکا د توپ اچونې نوی روزونکی وټاکه

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ چمیندواز د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې نوی روزونکی وټاکل شو.

چمیندواز ورورسته له دې د سریلانکا لوبډلې د توب اچونې روزونکی ټاکل کیږي چې یادې لوبدلې د زیمبابوې پر وړاندې سختې ماتې وخوړي.

په پنځوس اوريزه  لوبو کې د زیمبابوې په وړاندې د سریلانکا لوبډلی ماتو وروسته د سریلانکا د بالینګ پخواني روزونکي چمپکا رمینکا خپله استعفا اعلان کړه، چې اوس سریلانکا کرکټ بورډ پخواني توپ اچونکی چمیندواز به دنده ګمارلی.

دغه (۴۳) کلن لوبغاړی د سریلانکا لوبدلې لپاره په (۳۲۲) یو ورځنېو لوبو کې (۴۰۰) لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړی به راتلونکو سالیو کې  د هندوستان خلاف لوبو کې د لوبډلې سره یو ځای وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *