افغانستان سریلانکا ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه

تاند- افغانستان د کرکټ د اسیايي کپ په خپله لومړۍ سیالي کې سریلانکا ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه.

پچه افغانستان وګټله او غروه یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ رحمت شاه زرمتي وکړ. ده ۷۲ منډې وکړې. ورپسې احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهیدي ۳۷ او محمد شهزاد محمدي ۳۴ منډې وکړې.

د سریلانکا په باولرانو کې تیسارا پیریرا ډېر لوبغاړي وسوځول. دی د ۵ افغان لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

د افغانستان لسم لوبغاړی د اوور په وروستي توپ وسوځېد. یوازې افتاب عالم ونه سوځېد. ده ته یوازې دوه توپونه په لاس ورغلل چې یوې یې په شپږیزې بدل کړ او په بل یې یوه منډه وکړه.