زیمبابوې د افغانستان لپاره ۱۹۷ منډې هدف وټاکه

تاند- د کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې نن /سې شنبه/ افغانستان له کوربه زیمبابوې سره مخامخ شو.

پچه زیمبابوې وګټله او د میدان شرایطو ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۴۳ اوور کې وسوځېدل.

د دوی لپاره تر ټولو ښه بیټنګ ټایلر(۸۹ منډې) او سکندر رضا (۶۰ منډې) وکړ.

ټایلر د دولت ځدراڼ له لوري او رضا د راشد ارمان له خوا وسوځول شول.

خو د افغانستان لپاره تر ټولو اقتصادي باولینګ دولت ځدراڼ وکړ. ده د ټایلر په ګډون نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول، بلکې په ۷ اوورونو کې یې یوازې ۱۷ منډې ورکړې.

مجیب ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول او په ۹ اوورونو کې یې ۴۹ منډې ورکړې. راشد خان بیا په ۸ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۳۸ منډې ورکړې.

محمد نبي په ۶ اورونو کې د یوه لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ ۳۱ منډې ورکړې.

شاهپور ځدراڼ که څه هم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه، خو په ۷ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې چې له دولت ځدراڼ وروسته تر ټولو اقتصادي باولینګ و.

د زیمبابوې له لوري (۱۹۷) منډې هدف زیات نه ښکاري خو بیا هم د میدان شرایط او زموږ د لوبغاړو روحیه د لوبې په اړه وړاندیونه ګرانوي.