افغانستان، ګټلې لوبه په اسانه وبایلله
تاند- د رحمت شاه او محمد نبي له خورا ښه بیټنګ سره سره افغانستان هغه لوبه، چې باید ګټلې وای، خورا اسانه یوازې په دوو منډو وبایلله.
له رحمت شاه او محمد نبي پرته چې لومړي ۶۹ او دوهم ۵۱ منډې وکړې، نورو افغان لوبغاړو چندان بیټنګ ونه کړای شو.
په پیل کې شهزاد محمدي (۲۴) او په پای کې دولت ځدراڼ (۱۰) هم بد ونه لوبېدل. نور ټول لوبغاړي د توت په شان یو په بل پسې ورژېدل.
حال دا چې رحمت شاه، محمد نبي او شهزاد په ګډه ۱۴۴ منډې او تر ۳۰ زیات اوورونه ورته پرې ایښي ول.
دې لوبې ثابته کړه چې افغانستان د بیټنګ په برخه کې له جدي ستونزې سره مخامخ دی.
دې ماتې نړیوال جام ته د افغانستان هیلې په نهیلۍ بدلې کړې.
د ۱۰ لوبډلو ځایونه