د باران له کبله د افغانستان ګټلې لوبه بې نتیجې شوه

تاند- د سکاټلنډ په وړاندې د افغانستان ګټلې لوبه د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې شوه.

رحمت شاه او نجیب الله ځدراڼ فوق العاده بیټنګ وکړ. رحمت شاه سلیزه پوره کړه او لا هم نه و سوځېدلی. نجیب الله ځدراڼ په ۵۳ توپونو ۸۹ منډې وکړې او لا هم نه و سوځېدلی.

نجیب ځدراڼ (کیڼ) او رحمت شاه (ښی)
رحمت شاه (ښی) او نجیب ځدراڼ (کیڼ)

د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ د دې لومړۍ یو ورځینۍ مسابقې، چې په اډینبرا کې وشوه، پچه سکاټلنډ وګټله او غوره یې وبلله چې باولینګ وکړي.

بیټنګ افغانستان پیل کړ، افغان لوبغاړو په 47 اورونو کې د 4 لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې 283 منډې وکړې.

محمد شهزاد په ۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې او وسوځېد، نور علي ځدراڼ په ۴ توپونو یوازې یوه منډه وکړه او وسوځېد.

جاودید احمدي په ۶۱ توپونو ۳۹ او کپتان اصغر ستانکزي په ۲۰ توپونو ۲۰ منډې وکړې او دواړه وسوځېدل.

2لوبه دوه ځلې د باران له کبله وځنډول شوه خو کله چې رحمت شاه سلیزه پوره کړه، باران تېز شو او لوبه لغوه کړای شوه.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او سکاټلنډ دوهمه یو ورځینۍ مسابقه د چهارشنبې په ورځ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *