محمد نبي د انګلیستان په غوره لیګ کې لوبېږي
تاند- د افغانستان د کرکټ تکړه ال راونډر لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل نن /چهارشنبه/ د انګلیستان له لیسترشایر لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړ.
محمد نبي دوهم افغان لوبغاړی دی چې د انګلیستان په ټیمونو کې د لوبېدو چانس مومي.
تر دې مخکې له راشد خان سره یوه بل انګلیسي ټیم قرارداد کړی و.
په ۶۰ شل اوره نړیوالو سیالیو کې د ۳۳ کلن محمد نبي د منډو اوسط نژدې ۱۴۰ ته رسېږي او ۶۱ لوبغاړي یې په داسې حال کې سوځولي چې د ورکړیو منډو اوسط یې ۲۴ اعشاریه ۸۰ دی.
محمد نبي په وروستیو کې د استرالیا په بیګ باش تورنمنټ کې د ملبرن رینګېډس لپاره لوبېدلی دی.
تر دې وړاندې یې د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد سن رایزر ته لوبه کړې وه.
محمد نبي د نړیوال جام د غوراوي لپاره په وروستیو دوو مسابقو کې، چې افغانستان پر سکاټلنډ او زیمبابوې وبایللې، تر نورو افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه.
محمد نبي به، چې په یو ورځنیو مسابقو کې هم ښه ځلېدلی، د انګلیستان په شل اوره سیالیو کې ولوبېږي.
د لیسترشایر روزونکي وویل چې محمد نبي ښه لوبغاړی دی او دی یې ښه پېژني.
ده همداراز وویل چې نبي به د دوی لپاره په میډل ارډر کې ښه لوبه وکړي.