روني نور د انګلیستان په ملي لوبډله کې نه لوبېږي

خبریال: فضل رحیم رحیمي| د انګلستان د فوتبال د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او نامتو فوټبالر وین روني له فوټبال سره خدای پاماني وکړه.

وین روني په (۱۱۹) نړیوالو لوبو کې (۵۳) ګولونه وهلي دي، او نوموړي د انګلستان لپاره تر ټولو د زیات ګول وهونکي لقب هم پخپل نوم ساتلي.

دغه (۳۱) کلن انګلستانی فوټبالر د نړیوال کپ د غوراوي په پړاو کې له لوبیدو څخه انکار کړی او ویلي یې دي چې له دې وروسته نه غواړي په نړیوالو سیالیو کې ولوبېږي.

دغه انګلستاني سټرایکر خپله ورورستۍ لوبه د هسپانیا او سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کړې وه.

روني دوه، چې له ډېرو کلونو راهیسې په مانچستر یونایتید کې لوبېږي، څو ورځې مخکې د انګلیستان په غوره لیګ یا پریمری لیګ لوبو کې دوه سوه وم ګړول وواهه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *