هلمند ګریډ ون کې نوي اتلان مخ ته راغلل
راپور: خپلواک دریځ ||
کابو یوه میاشت وړاندې د لښکرګاه زړه کې د کریکټ زړه راښکونکي لوبې پیل شوې، چې مالي لګښت یې خصوصي بُست پوهنتون په غاړه اخیستی و، یادو سیالیو کې ۱۲ الف لوبډلو لکه: بُست اتلان، راشدخان، بادیزای، هلمندبارک، اراکوزیاپوهنتون، یووالی، داوري، النور، سوپرصافي، ځوانان، اتحاد او سعادت لوبډلو برخه اخیستې وه.
هره ورځ سلګونه ځوانان او مینه وال د لوبې لیدو په موخه و ملت لوبغالي ته ورتلل او د یادو لوبډلو دا تېزې ۲۲ اوریزې سیالۍ یې ننداره کولې، دغه لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو دبل پر وړاندې ولوبېدې او هرې یوې تر نیمه پایلوبو پنځه-پنځه سیالۍ وکړې.
د تمې خلاف دا ځل د تېرو لوبو اتله راشدخان لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هلمندبارک لوبډلې له لوري له سیالیو بهر کړل شوه خو بُست اتلان چې یوه نوې لوبډله وه او د لومړي ځل لپاره یې دې ټورنمنټ کې برخه اخیستې وه، دوی په نیمه پایلوبه کې بادیزي لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبه کې د هلمندبارک لوبډلې سره مخ شوه.
د بُست اتلان او هلمندبارک ترمنځ وروستۍ سیالۍ چې لیدو ته یې سلګونه مینه وال ورغلي وه، د جمعې پر سهار ملت لوبغالي کې پیل شوه. د لوبې پچه هلمندبارک لوبډلې وګټل او خپله یې لومړی توپ وهنه پیل کړه، چې پوره ۲۲ اورونو کې یې بُست اتلان لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې هدف ورکړی.
د دوی لپاه احسان الله زهیر ۱۰۶ ناسوځېدلي منډې، بشیراحمدبشرمل ۴۱ منډې او محمدیونس ۲۱ منډې وکړې. د بُست اتلانو توپ اچونه کې بهایي خان ۲ او خالداحمد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۲۱۳ منډو هدف په ځواب کې بُست اتلان لوبډلې ۲۰۶/۸ منډې وکړې او د ۶ منډو په کم توپیر یې لوبه وبایلل، بُست اتلان ته نصیب الله خان ۶۰ منډې او قدرت الله ۴۱ منډې وکړې، د هلمندبارک توپ اچوونه کې رحیم مزار ۳ ویکټې، اکرام خام او عبدالباري دوې-دوې ویکټې واخیستې.
هلمندبارک لوبډله چې له کلونو کلونو زیار او هڅو وروسته یې ځان د هلمندګریډون لوبو تر پایلوبې ورساوه، بلااخیره یادې لوبډلې د خپلو خولو تویولو ثمره ولیده او د هلمندګریډون لوبو اتلولي یې ترلاسه کړه.
وروسته د هلمندکریکټ امر او ځینو نورو اداري مسؤلینو له لوري یادو لوبډلو ته د لومړي او دوهم مقام کپونه او لوبغاړو ته ځانګړي شوي ډالۍ ورکړل شوې.