مبارز هغه روسي لوبغاړی چلینج کړ چې هوتک ته یې ماته ورکړې

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د هېواد بل فري فایټر(ازادې مبازې) لوبغاړی باز محمد مبارز هغه روسي لوبغاړی ته چیلینج ورکړ چې تیره شپه یې احمدولي هوتک ته ماته ورکړه.

احمد ولي هوتک تيره شپه د تاجکستان مرکز دوشنبې کې د روسي ډینس کاناکوف پر وړاندي په دریم راونډ کې ماته وکړه.

ولي هوتک تر دې سیالۍ وړاندې (۲۴) اماتور او مسلکي سیالۍ کړې وې او کومه ماته یې نه لرله خو په (۲۵) مسابقه کې یې له (۲۶) کلن کاناکوف څخه ماته وخوړه.

بل لورته د هېواد بل نامتو فري فایټر(دازادې مبارزی) لوبغاړی بازمحمد مبارز ډینس کاناکوف ته رسما چیلینج ورکړ.

مبارز وایي، ولي هوتک زما افغان ورور او هم مسلک لوبغاړی دی او زه به دهغه ټولو بوکسونو ځواب روسي لوبغاړی ته ورکړم چې د احمد ولي هوتک پر تن د کاناکوف له لوري لګیدلي دي.

مبارز زیاتوي چې د ټولو افغانانو په دعا غواړي دا مسابقه وکړي څو د بریا په صورت کې د خپلو هېوادوالو پرشونډو موسکا وګوري.

احمدولي هوتک تراوسه پورې په هیڅ مسابقه کې ماته نه وه کړې او دا یې لومړۍ ماته وه چې تېره شپه یې د  روسي لوبغاړي پر وړاندې په اخري روانډ کې ومنله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *