د مانچستر قربانیانو ته د روني مرسته

تاند- د انګلیستان د مانچستر یونایټید فوټبال کلب نامتو لوبغاړي وین روني د مانچستر ښار د وروستي تروریستي برید قربانیانو ته یو لک پونډه وبخښل.

روني دا پیسې خپل خیریه بنسټ ته وسپارلې څو د مانچستر د پېښې قربانیانو او د هغوی د کورنیو غړیو ته یې ورسوي.

د دوشنبې په شپه په مانچستر کې د یوه کنسرت په پای کې انتحاري برید ۲۲ تنه ووژل او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل کړل.

پولیس وايي چې حمله کوونکی ترهګر د لیبیا تبعه و. پولیس د ترهګرو په یوه شبکه پسې ګرځي او اټکل کوي چې دا شبکه د بلې حملې نیت لري.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *