شهزاد له ۲ مسابقو او مجیب له نیمايي فیسه محروم شول

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی شهزاد محمدي، چې تازه یې پر لوبو بندیز پای ته رسېدلی و، له دوو لوبو محروم شو.

د کرکټ نړیوالې شورا نن /چهارشنبه/ وویل چې شهزاد محمدي د سې شنبې په ورځ د افغانستان او زیمبابوې په مسابقه کې، وروسته له دې چې وسوځېد خپل بټ (ډنډه) پر ویشتنځای (پیچ) کلک وواهه.

د شهزاد د دې چلند له کبله د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې نوموړی دې له دوو مسابقو محروم وي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې شهزاد د کرکټ د وسایلو سپکاوی کړی دی.

شهزاد به د پنجشنبې په ورځ د هانګ کانګ او د شنبې په ورځ د نیپال په وړاندې له مسابقې بې برخې وي.

دا دواړه مسابقې د ده لپاره ښه چانسونه وو چې د منډو ریکارډ پرې لوړ کړي.

مجیب الرحمن
مجیب الرحمن

مجیب الرحمان بیا په دې خاطر چې د زیمبابوې لوبغاړي ټایلر ته یې په خطرناک ډول توپ اچولی و، جریمه شو.

مجیب ته به د مسابقې نیمايي فیس نه ورکول کېږي.

په راتلونکو مسابقو کې د شهزاد نشتوالی د افغانستان لپاره یو ګوزار ګڼل کېدای شي ځکه چې افغانستان د دواړو مسابقو یوازې ګټلو ته نه، بلکې په ډېر تفاوت ګټلو ته اړتیا لري څو په بل پړاو کې د پاتې کېدو او بالاخره نړیوال جام ته د وتلو چانس ومومي.