هلمندي کریکټران له یوې نوي ننګونې سره مبارزه کې دي

راپور: خپلواک دریځ

نن لښکرګاه شار کې د افغانستان کریکټ بورډ په غوښتنه د ۱۲ رسمي لوبډلو ترمنځ د کریکټ ۲۰اوریزه لوبې پیل شوې.
دې لوبو کې هلمندي توپ وهونکي د لومړي ځل لپاره په خپل ولایت کې د ال بي ډبلیو یا leg before wicket سوځېدو ازموینې سره مخ دې.

یادې ۱۲ لوبډلې په دوو ګرپونو کې لوبیږي، چې لومړي ګروپ کې راشدخان، سباوون، هلمندبارک، النور، اراکوزیا او نادعلی اتحاد او دوهم ګروپ کې بیا بُست اتلان، شعیب خان، سعادت، محمدنبي عیسی خېل، مطمئین او بادیزی لوبډلې برخه لري.

نن په لومړۍ لوبه کې محمدنبي عیسی خېل لوبډلې سعادت لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماته ورکړه. د سیالۍ پچه سعادت لوبډلې وګټل او توپ وهنه یې وکړه، دوی ته لوبډلمشر صدیق الله هلمند ۴۳ منډې، عصمت الله میروطن ۳۷ منډې او شاه ولي ساحل ۳۴ منډې وکړې، چې ۱۹۱ هدف یې وټاکه.
د محمدنبي عیسی خېل لوبډلې لپاره محمدالله نیازمند او فیض الله دوې-دوې ویکټې واخیستې.

د ۱۹۱ منډو هدف محمدنبي عیسی خېل لوبډلې په ۱۷م اور کې ترلاسه کړی، چې محمدالله نیازمند ۹۱ منډې او محمدادریس ۶۷ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی په ۹۱ منډو او ۲ ویکټو سره محمدالله نیازمند ونومول شو.

سبابه ددې لوبو په لړ کې سباوون لوبډله خپله لومړۍ لوبه له راشدخان لوبډلې سره ترسره کړي.