راشد د لړۍ غوره توپ اچونکی او رحمت شاه ښه توپ وهونکی شول

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه په ۱۴۶ منډو وګټله.

تر دې وړاندې په تېرو ۴ یو ورځینیو مسابقو کې ۳ افغانستان او یوه زیمبابوې ګټلې وه.

نن پچه افغان لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې جاوید احمدي (۷۶)، رحمت شاه (۵۹) او راشد خان (۴۳) وکړې.

افغانستان د زیمبابوې لپاره ۲۴۲ منډې هدف وټاکه.

په دې سیالۍ کې د احسان الله، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ پر ځای جاوید احمدي، شرف الدین شرف او شاهپور ځدراڼ ولوبول شول او درو واړو ښه لوبه وکړه.

سمیع الله شینواري ته هم له ډېره وخته وروسته موقع ورکړل شوه.

جاوید احمدي تر ټولو زیاتې منډې وکړې، شرف الدین شرف په ۷ اورونو کې نه یوازې لږ منډې یعني ۱۵ ورکړې بلکې دوه ډېر مهم لوبغاړي یې وسوځول. شاهپور ځدراڼ په ۵ اوورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

نبي په ۷ اورونو کې ۲، راشد ارمان په ۵ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. یو لوبغاړی هم مجیب وسوځاوه. په دې سیالۍ کې مجیب ۸ اوره باولینګ وکړ.

رحمت شاه په ۵ یو ورځینیو مسابقو کې ۲۷۲ منډې وکړې.

په دوهمه درجه زیاتې منډې د زیمبابوې بریندن ټایلر وکړې. د ټایلر ټولې منډې ۲۰۷ وې.

خو تر ټولو زیات لوبغاړي راشد ارمان وسوځول. ارمان ۱۶ لوبغاړي وسوځول، ورپسې مجیب الرحمان تر ټولو زیات لوبغاړي سوځولي. ده ۱۲سوځولي او د زیمبابوې کریمر ۹ لوبغاړي سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *