ولسمشر غني وايي، د کرکټ لوبغاړي د افغانستان ویاړ دي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ټیلفوني خبرې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ولسمشر غني، چې په عین حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ اعلي سرپرست هم دی، د کرکټ د ملي ټیم له لوبغاړو سره، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دي، په ټېلفوني خبرو کې د دوو پر له پسې لوبلړیو د ګټلو مبارکي وویله او دوی (لوبغاړي) یې د افغانستان لپاره ستر ویاړ وبلل.

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په استازیتوب لوبډلمشر اصغر ستانکزي له ښاغلي ولسمشر سره خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د لوبو په میدانونو کې به د افغانستان د بیرغ د رپاند ساتلو لپاره خپلې هڅې نه سپموي او لا ډیره هڅه به کوي چې د لوبو له لارې په نړۍ کې د افغانستان سوله ییز استازیتوب په لا ښه ډول وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کې له زمبابوې څخه دوې ۲۰ اوره سیالۍ او دغه راز د ۵۰ اوره سیالیو لړۍ وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *