د شاهین اسمايي او میوند اتلانو د فوټبال لوبغاړو له ولسمشر سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د هېواد د فوټبال رهبري غړو او د شاهین ‎اسمایي او د میوند اتلان ټیمونو له ورزشکارانو سره وکتل او د شاهین اسمایي ټیم د اتلولۍ مبارکي یي ورته وویله.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان د فوټبال فني مرستیال محمد یوسف کارګر د هيواد د فوټبال فدراسیون په استازیتوب ورزش په ځانګړي ډول د فوټبال ودې ته د ولسمشر د پاملرنې او ملاتړ مننه او قدرداني وکړه.

هغه وویل: د هېواد د فوټبال ورزشکارانو په ملي او بین المللي سیالیو کې په ځلېدو سره وکولی شول چې سترې لاسته راوړنې ولري او نړیوالو ته د افغانستان نوې څېره ور وښیي چې دا ټول ستاسې د ملاتړ او مدبرانه مدیریت له برکته دی.

کارګر وویل، د افغانستان غوره لیګ له اتو ټیمونو جوړ شوی چې د هېواد له اتو زونونو انتخاب شوي او دغه لیګ د یو ملت یو غږ او پیوستون، یووالي، صمیمیت او دوستۍ شعار څخه جوړ دی.

د افغانستان د فوټبال تخنیکي مرستیال د فوټبال ورزش په پرمختګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه په وروستیو څو لسیزو کې لومړۍ ځل دی چې د هېواد د فوټبال سیالۍ په بین المللي معیارونو د شپې ترسره کېږي او له دې وروسته ورزشکاران اړنه دي چې د تمرین لپاره د نورو هېوادونو لوبغالي کرایه کړي.

د شاهین اسمایي ټیم کپتان سیدمحمد هاشمي او د میوند اتلانو ټیم کپتان فیض محمد فیضي د خبرو پرمهال د فوټبال لوبغاړو ته د هېواد د ولسمشر د ملاتړ اوهڅونې قدرداني وکړه.

هغوی وویل، زمونږ لوبغاړي د دې ترڅنګ چې افغانستان ته یې سترې لاسته راوړنې راوړي،  ځینې ستونزې هم لري او همداراز د ورزشکارانو  اقتصادي ستونزو ته د رسیدګۍ غوښتنه یې هم کړه.

ویناوالو په ټینګار وویل، ورزش او زمونږ لاسته راوړنې د افغانستان دښمنانو ته واضح پیغام لري او ډاډ یې ورکړ چې په عالي روحیې به افغانستان ته لوی لاسته راوړنې وګټي.

وروسته ولسمشر غني، د افغانستان غوره لیک سیالیو فاینل ټیمونو ته د مبارکۍ ترڅنګ د غوره لیګ ترسره کوونکو، د فوټبال فدراسیون او ورزشکارانو څخه د دغې لاسته راوړنې له امله قدرداني وکړه.

د هېواد ولسمشر د فوټبال لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: تاسې د نوي او راتلونکو نسلونو مثبته بېلګه یاست او د تېرې شپې وروستۍ سیالۍ د ملت هغه اراده ده چې هیڅ وخت تهدید ته نه تسلیمېږي. هغه زیاته کړه، ستاسو تحرک او ورزش نورو ځوانانو ته هم زمینه برابروي چې ورزش ته مخه کړي.

ولسمشر څرګنده کړه، دولت د هېواد ورزش په ځانګړې توګه د فوټبال هراړخیز ملاتړ کوي او په وروسیتو څو کلونو کې یې د افغانستان فوټبال پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل. هغه زیاته کړه، د هېواد ورزش ملي برنامې ته اړتیا لري او په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید د ورزش پنځه کلن پلان په اړه پایلې ته ورسېږو.

ولسمشر غني په اسیایي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د شاهین اسمایي ټیم د ګډون په اړه خوښي څرګند کړه وې ویل: حکومت تیار دی چې د فوټبال ورزشکارانو ته د ترکمنستان اسیایي سیالیو په څېر په اسیایي سیالیو کې د ګډون تدابیر او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ولسمشر ټینګار وکړ، د ملي ټیم لوبغاړي چې د افغانستان په استازیتوب په ملي او بین المللي سیالیو کې ګډون کوي، باید ځانګړی یونیفورم ولري. هغه ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو درې کلونو پورې به د هېواد د فوټبال ورزشکارانو ته ۱۰۰ بورسونه ورکړل شي.

ولسمشر څرګنده کړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټاکنې باید د افرادو او ډلو له لاسوهنې پرته، په شفافه توګه او د فیفا د بین المللي مقرراتو پر بنسټ ترسره شي. هغه وویل، د هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې باید بېرته د ورزشي فعالیتونو زمینه برابره شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د هېواد په ټولو ولسوالیو کې به ورزشي مجتمع جوړې شي او په هره ولسوالۍ کې باید د ورزش ودې لپاره تخنیکي کسان حضور ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *