عبدالله عبدالله د فوټبال لوبغاړو ته وویل، سږنۍ ستونزې به مو تکرار نشي

تاریخ: 6 عقرب 1396

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د فوټبال فدراسیون او روشن د غوره لیګ سیالیو له مسوولینو او هم د شاهین اسمايي او میوند اتلانو لوبډلو له لوبغاړو سره ولیدل.

د هېواد اجرائيه رئيس د روشن د غوره لیګ سیالیو د بریالي ترسره کېدو له امله مبارکي وویل او دا یې د افغانستان په ورزشي ډګر یو ستر او بریالی ګام وباله.

اجرائيه رئيس دواړه ټیمونه بریالي یاد کړل او ویې ویل، چې د دې سیالیو له امله په افغانانو کې رامنځته شوی هیجان او ایجاد شوې فضا بې سابقه وه او اوسنی لیګ د تېرو هغو په پرتله د کیفیت له اړخه خورا ښه او لوړ و.

هغه زیاته کړه، چې د روشن غوره لیک سیالیو سږنیو لوبو ته په کتو د فوټبال راتلونکي ته ډېر هیله من شوی او په فاینل کې دواړو ټیمونو خپله وړتیا ښه نندارې ته کېښوده.

اجرائيه رئيس له ورزش په ځانګړي ډول له فوټپال نه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې فوټبال فدراسیون دې خپلې ستونزې ورسره تفصیل شریکې کړي. هغه ډاډ ورکړ، هغه ستونزې چې سږکال ورسره افغان لوبغاړي مخ دي، په راتلونکیو کلونو کې به یې ونلري.

ډاکټر عبدالله عبدالله له امنیتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه، چې د دې سیالیو امنیت یې په ښه ډول ټینګ کړی و او زیاته یې کړه، چې دی د ټولو لوبغاړو ملاتړی دی او د ټولو ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

هغه لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو نړۍ ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کړ، یووالی مو پياوړی او ښه تمثیل کړ او په عمل کې مو ثابت کړ.

په دې لیدنه کې د فوټبال فدراسیون فني مرستیال او د روشن غوره لیګ سیالیو کمېشنر محمدیوسف کارګر له اجرائيه رئيس مننه وکړه، چې تل یې له فوټبال ملاتړ کړ او په لوبغالي کې یې په خپل شتون سره د لوبغاړو مورال لوړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې سږکال د روشن غوره لیګ سیالۍ په نړیوالو معیارونو برابرې ترسره شوې او په دې برخه کې یې د اجرائيه رئيس ملاتړ ارزښتمن وباله.

همدارنګه د شاهین اسمايي او میوند اتلانو د لوبډلو مشرانو هم له اجرائيس نه د مننې ترڅنګ د لوبغاړو ستونزې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې حکومت دې له یوې خوا په ولایتي کچه د لوبغاړو اقتصادي ستونزې او له بلې خوا د لوبو کیفیت لوړولو لپاره کار وکړي.

اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به د فوټبال فدراسیون سره بحث وکړي او اړوندو ادارو ته به سپارښتنه وکړي او خصوصي سکتور به وهڅوي چې په ورزش په ځانګړي ډول فوټبال کې پانګونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *