پښتون کرکټ | حسن عابد

د پښتنو نوم هر چرته د کمال جمال جلال سره یاد شویدی. هغه که د جنگ ډگر وي. د فلم پرده وي او که د کرکټ ډگر. هغه که خوشال خان خټک وي. که شاه رخ  خان وي او که راشد خان شینواری. د تاریخ په اوږدو کې د هنر په څپو کې او د لوبې په ولولو  کې د دپښتون نوم د هیرولو نه دي.

نن د همدې پښتنو د نوم د ژوندي ساتلو او ژوندیو پښتنو اتلانو د نازولو دپاره په شارجه کې د پښتون کرکټ ټیم جوړ شویدی. د جنرل پټرولیمز  جي پي  مالک ښاغلي حبیب خان د کابل بازان د ټیم لرلو نه پس د پښتون ټیم ملکیت ته هم اوږه ورکړې او مقصد ېې نړۍ ته د پښتنو اصل کمال جلال او جمال ښودل د‏ي.

د پښتون کرکټ ټیم چې د شارجې په لومړي ټي ټېن کرکټ ټورنامنټ کې لوبیږي مشري ېې د پښتونخوا پښتون لوبغاړی شاهد خان افریدی کوي چې ورسر ټیم کې د لر و بر پښتانه لوبغاړي هم ملگري دي. د دې ټورنامنټ مقصد په عربي اماراتو کې د میشتو نورو قامونو ترمنځ د کرکټ د لارې نیزدیکت پیدا کول دي. د پښتون ټیم مالک او د جي پي  څښتن حبیب خان د دې ټورنامنټ د پرانستې په وخت وویل چې پښتانه د تاریخ جبر او د حالاتو ستم د نړیوال بهیر نه ډیر لرې او شاته پریښي او دوي چې خپل کوم ویاړلی تاریخ ،نوم او شهرت لري هغه ېې په وحشت دهشت او جهالت بدل شویدی او اوس دوي ملا تړلې چې پښتانه هغسې دنیا ته وښي چې د پښتون اصل شان دی.

2د پښتانه کرکټ ټیم مقصد که یوا خوا د کرکټ د لارې په عربي اماراتو کې میشتو پښتنو مسافرو ته د خپلو لوبغاړو د لوبې لیدو ارمان پوره کول دي. نو ورسره یو خاص مقصد ېې د لرو بر پښتنو ترمنځ  په دې څو کلنو کې راپیدا شوو فاصلو او غلط فهمو ختمول او پښتانه د کرکټ په نوم یو ډگر او ټغر را ټولول دي. د دې دپاره پیل کې د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړی شاهد خان افریدی د پښتون ټیم کپتان ټاکل شویدی چې په نړۍ کې د پښتنو ترمنځ د شاهد لالا په نوم شهرت لري.

د جنرل پټرولیمز شرکت په افغانستان کې د شپږیزې سیالیو کې د کابل بازانو ملاتړ سره سره د سپین غر زمریانو مالي ملاتړ هم کړی. د پیس لیگ جام او زرملوال رمضان کرکټ جام مالي تمویل ېې هم کړی. په پاکستان سوپر لیگ کې ېې د پیښور زلمي سره لاس یو کړ او د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کرکټ لوبو تشویق ېې هم  د مالي ملاتړ سره کړی و او اینده کې هم نیت لري چې د افغانستان سره په خصوصي او پښتنو سره په عمومي توگه د کرکټ ډگر کې ملگری ووسي.

د پښتون ټیم میدان ته راوتل د پیښور زلمي د ټیم نه پس په نړۍ کې د پښتنو شهرت په حواله یو بل قوي گام دی. پیښور زلمي مالک جاوید افریدي د پیښور زلمي نوم جنوبي افریقا او چین ته ورساوه .د پاکستان سپر لیگ اتل ېې کړو. نو اوس حبیب خان غواړي چې د پښتون کرکټ ټیم د پرمختگ سره نړۍ کې پښتون د عزت شهرت او دولت د وسیلو سره وتړي او کرکټ پښتون او پښتانه د نړۍ ژوندي او گړندي غړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *