د فري فایټ یو پښتون لوبغاړی ګیله من دی

د فري فایټ په نوم کومې لوبې دي(چندان دي هم نه، د انسانانو وهل او غربول دي؛ یعنې په نامستقیم شکل جنګ منل او د انسان ځپنې پلو نېونه ده) دې لوبو کې کوم هزاره خپل روسي سیال ته ماتې ورکړې ده؛ خوښۍ کې یې د ولسمشر له پاڼې هم پوسټ شوی دی.
د فیضي په نوم د همدې لوبو یو بل تکړه کس چې پښتون دی، څو ویشت ورځې مخکې یې له ډېر پیاوړي رقیب څخه لوبه ګټلې؛ څوک ترې خبر هم نه ول؛ حتا تر موږ پورې. ولسمشر خو لېرې خبره ده.
له یوه مسلکي کس مې د موضوع پوښتنه وکړه؛ ویل یې: د فیضي او د هغه بل هزاره هلک تر منځ دومره توپیر دی، لکه کرکټ کې چې نبي عیسی خېل بری راوړي، څوک یې کېسه کې هم نه شي؛ خو یو کلیوال کرکټر بری راوړي، ولسمشر پرې پوسټ وکړي.

دلته د نوموړي بشپړ غبرګون کتلای شئ.

https://www.facebook.com/zarif.mozamel/posts/1300637253460642

ځینو کسانو له ولسمشره سر ټکونه شروع کړه، چې ګواکې ولې یې پر پښتون پوسټ نه و کړی، هزاره باندې یې وکړ؟
اصل ستونزه چېرې ده؟
ولسمشر ځانګړې مطبوعاتي ډلګۍ لري؛ دې ډلګۍ کې پښتانه او دري ژبي دواړه شته؛ د ولسمشر پاڼې هم دوی چلوي. په پوره باور درته وایم، چې ولسمشر به تر ننه د فیضي له بریا نه وي خبر او نه به یې پېژني؛ خو هزارګان خپله تکړه دي؛ هڅه کوي، چې خپل ګېدړ هم زمری وښیي او زما او ستا پر سترګو او غوږونو یې تر هغې را ننباسي، چې څو یې ومنو.
هلته که پښتانه فعال وای؛ له خپلو ویاړونو یې ځانونه خبرولای او د دې جرات یې کولای، چې ولسمشر ته یې ور وپېژني او پرې ویې مني؛ نو دا بې شرمۍ نه را تر غاړې کېدې.
اوس چې پښتون فیضي ګېله کړې، پښتانه چارواکي لګیا دي، څو ویشت ورځې وروسته د پښتون پر بریا د مبارکۍ پوسټونه کوي؛ نه پوهېږو، چې پرې وخاندو که ورته خپه شو؟