راشد د اډلایډ سټرایکرز لپاره غوره توپوهنه وکړه، خو توپ اچونه کې یې زیاتې منډې ورکړې

سید ادریس ولیزاده

 د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې لوبغاړی راشد ارمان د سیډني تندر خلاف بهترینه توپ وهنه وکړه، خو په توپ اچونه کې ډېرې منډې ورکړې.

 په ګوګلي ماسټر مشهور راشد خان نن د توپ اچونې برخه کې په څلورو اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه ویکېټه یې واخیسته.

 ارمان بیا په توپ وهنه کې د درېیو شپږېزو او څلورو څلورېزو پرمټ په ۱۸ توپونو ۴۰ چټکې منډې وکړې، خو د دوی لوبډله آډلایډ سټرایکرز بریا ته و نه رسیده.

 سیډني تندر په درېیو منډو دغه لوبه وګټله.

 په اسټرلیا هېواد کې د بېګ باش نهم پړاو شل اورېزې لوبې پیل شوي دي، چې د راشد ترڅنګ د افغان لوبډلې بل لیګ بریکر بالر قیس احمد هم په روانو لوبو کې بوخت دی.

راشد خان د افغان لوبډلې هغه پياوړی سوکه توپ اچوونکی لوبغاړی او توپوهونکی دی چې د نړۍ په کچه ګڼ شمېر مینه وال لري. دی په کور دننه او بهر په بېلابېلو سیالېو کې لوبیږي.