راشد خان غوره لوبغاړی وګڼل شو

تاند- د نړۍ تکړده باولر راشد خان، چې د هند د غوره لیګ په تېرو ۲ سیالیو کې ښه نه و ځلېدلی، یو وار بیا خپله وړتیا ثابته کړه.

د راشد خان لوبډله سن رایزر حیدراباد د سې شنبې په ورځ /اپریل ۲۴/ له مومبيي انډینز سره مخامخ شوه او دا سیالي یې د راشد خان له برکته وګټله.

راشد خان په څلورو اورونو کې نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې صرف ۱۱ منډې یې ورکړې.

دی د دې مسابقې غوره لوبغاړی ومنل شو.

ده د غوره لوبغاړي له پېژندل کېدو وروسته وویل « په غوره لوبه کولو د الله تعالٰی شکر ادا کومه چې د ناکاره لوبې وروستو مې ښه لوبه وکړه، ما دې ته اړتيا لرله او د کوچينګ عملې نه مې ډېر څه زده کړه، زه اوس خوشاله يم او کاميابي مې ترلاسه کړه”.»

په دې سیالۍ کې محمد نبي یو لوبغاړي وسوځاوه او ۲۳ منډې یې ورکړې. نبي په عین حال کې په بیټنګ کې په ۱۰ توپونو ۱۴ منډې وکړې. دا لومړی ځل و چې نبي ته د لوبېدو چانس ورکړل شو.