د مجیب ځدراڼ توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

سید ادریس ولي زاده

 ډاکه کې د بنګله دیش غوره لیګ د روانو سیالیو په ۲۷مه لوبه کې د افغان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمان د لوبې په وروستي توپ، چې درې منډې د ګټې لپاره پاتې وې، څلورېزه ووهله او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

 مجیب ځدران په توپ اچونه کې له کومې ویکېټې پرته څلور اورونه ترسره کړل او ۱۸ منډې یې ورکړې.

 دا لومړۍ لوبه وه، چې کومېلا وریرز په دوو ویکېټو چټګرام چلینجرز ته ماتې ورکړه.

 ځوان مجیب په روانو سیالیو کې د کومېلا وریرز لپاره لوبه کوي.

 د بنګله دیش غوره لیګ ( BPL) شل اورېزې لوبې له ۲۰۱۲ کال څخه راهیسې ترسره کېږي، چې ۷م پړاو لوبې یې روانې دي.