د بارسلونا او ویډال ترمنځ جنجال په څه وه؟ نور به هم ولولئ

محمود خان منندوی

 مونډو ډیپورټیوو د ABC د خبر په حواله خبر ور کړی دی، چې ویډال د بارسلونا څخه په دې خاطر شکایت کړی دی، چي په تېر فصل کي یي د هغه د حقوقو د پیسو څخه 2.4 میلیونه یورو نه دي ورکړي.

 په دې وروستیو کي اینټر میلان د هغه د رانیولو له پاره سخت کوښښ کوي او تازه دې لاري ته یوونټوس هم ورغلی.

عليرضا جهانبخش تر اشکان ډژاکه (5 ګولونه) او اندرانیک تیموریان (2 ګولونه) وروسته درېیم ایرانی لوبغاړی شو، چې په غوره لیګ کې یي ګول ولګاوه.

 د علیرضا جهانبخش ګول په دوهمه دقیقه او 29مه ثاینه کې د برایټن کلب تر ټولو تیز ګول و، چې په غوره لیګ کې یي ولګاوه.

 جهانبخش تر 531 ورځو، 1555 دقیقو او 27 لوبو وروسته د برایټن لپاره په غوره لیګ کې ګول ولګاوه.

 د اخیر ځل لپاره د لیګ په لوبو کې جهانبخش 601 ورځې مخکې ګول لګولی و، چې هغه لوبه کې د الکمار له پاره ولوبید او هټریک یي وواهه.

رسمي:  د موناکو کلب خپل روزونکی لئو نارډو ژارډیم اخراج کړ او پر ځای یي روبرټ مورنو وټاکه.

 د ویسټهام یونایټیډ کلب خپل روزونکی مانوئل پیلیګریني اخراج کړ.

 د جېنوا کلب خپل روزونکی ټیاګو موټا اخراج کړئ او ډاویډي نیکولا یي ځایناستی وټاکه.