د بارسلونا د کور څخه وروستۍ بریا د الاویس پر وړاندې وه، نور هم شته

محمود خان منندوی

بارسلونا د ګراناډا پر وړاندې د پرون لوبې په لومړۍ نیمایي کې حتی یو شوټ هم د دې لوبډلي د ګول پر دروازه ونه واهه.

د بارسلونا د کور څخه وروستۍ بریا د الاویس پر وړاندې وه.
( د اپریل 24مه، 2019)

منچسټر سیټي د انګلستان د غوره لیک لومړۍ لوبډله ده، چې یوه لوبه کې یي 8 ګولونه خوړلي او 8 ګولونه یي لګولي دي.

2008: میډلز برو 8 منچسټر سیټي 1
2019: منچسټر سیټي 8 واټفورډ 0

اګویرو: 610 لوبي، 357 ګولونه

لیوانډوسکې: 551 لوبي، 376 ګولونه

رسمي:  د پاریس سېنټ جرمن روزونکې ټوماس ټوکل ومنله، چې کاواني، ایکارډي، ډاګبا، کرر او سارابیا د نن لوبې ته د لیون پر وړاندي اماده دي، خو امباپي نه شي اماده کیدی.

امباپي به د راتلونکې اوونۍ لوبي ته اماده وي.

د 2001م کال راهیسي په لومړي ځل بارسلونا د کور څخه اووه پرلپسې لوبې نه دي ګټلي.

رسمي: یوروګوای د پیرو پر وړاندي د دوو دوستانه لوبو لپاره خپل لوبډله اعلان کړه.

او تېره شپه بارسلونا په لالیګا کې د ګراناډا پر وړاندي ولوبېده، چې دې لوبه کې ګراناډا 2-0 بارسلونا ته ماته ورکړه. تر دې ماتي وروسته سواریز وویل، چې بارسلونا ته یو سخت فصل په مخ کې دی. بارسلونا تر دې مخکې د اټلاټیک بیلباوو څخه ماته خوړلې وه او د اوساسونا سره یي لوبه 2-2 مساوي کړې وه.