بارسلونا لوبډلې د ګرانادا له لوري ۲-۰ ماتې وخوړه
د هسپانیا لالیګا لیګ فوټبال سیالیو کې که څه هم بارسلونا یوه پیاوړې لوبډله وه؛ خو روان پړاو کې ښه نه ده ځلېدلې.
بارسلونا تېره شپه له ګرانادا لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه؛ خو لوبه یې ګرانادا ته دوه پر صفر وبایلله.
ګرانادا لوبډلې ته د لوبې له پیل سره سم رومان عزیز په دویمه دقیقه کې ګول وکړ.
دویم ګول ورته په ۶۶مه دقیقه کې واډیلو پنالتي وکړ.
بارسلونا لوبډله په ګول وهلو ونه توانېده او روان پړاو کې یې له پنځو لوبو څخه دا دویمه ماتې وه، دوه لوبې یې ګټلي او یوه یې مساوي شوې د جدول په اووم مقام کې ځای لري.
ګرانادا لوبډلې په دې بریا سره له پنځو درې وګټلې، یوه یې بایللې او یوه لوبه یې مساوي شوې ده؛ د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.