ګراناډا په لالیګا کې 2-0 بارسلونا ماته کړه، ډېر نور هم شته

محمود خان منندوی

رامون او الوارو ګولونه ولګول. د لالیګا په روان فصل کې دا د بارسلونا دوهمه ماته ده.

اینټر میلان تېره شپه په سیر اې کې 2-0 اث میلان ته ماته ورکړه.

لوکاکو او بروزویچ د اینټر میلان لپاره ګولونه ولګول.

د اروپا د 5 معتبره لیګونو په دې فصل کې یوازې دوو لوبډلو د 100% بریاوو ریکارډ ساتلی دی:

لیورپول
اینټر میلان

اینټر میلان په سیر اې اخیرو ۷ لوبو کې د اث میلان پر وړاندي ماته نه ده خوړلې. ( 3 مساوي او 4 بریاوي)
دا لړۍ د ډلاماډونینا په ډاربۍ کې د اینټر میلان لپاره د 1999م کال راهیسې بي سابقې ده.

د ګراناډا پر وړاندي د بارسلونا پرونۍ کارنامه:

8 شوټان
1 شوټ د ګول په چوکاټ کې
74% د توپ مالکیت

د بارسلونا لومړی ګول ساتوونکی په دې فصل کې!

د لالیګا په دې فصل کې صفر کلین شېټ
د لالیګا په دې فصل کې تر ټولو ډېر خوړلي ګولونه
په هره لوبه کې په اوسط ډول دوه توپونه یي را ګرځولي دي ( د کورټوا سره برابره دی)
په اوسط ډول په هره لوبه کې د 1.8 ګولونو خوړل

بارسلونا د نیو کمپ څخه اخیري د باندي 8 لوبې نه دي ګټلي.
( 5 ماتي او 3 مساوي)

بارسلونا په لالیګا کې د 1994/95 فصل راهیسې خپل تر ټولو بد فصل پیل کړی دی. هغوي دې فصل کې له ۵ لوبو څخه ۷ نمرې اخیستې دي.