مس عينک امو زون ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لار پېدا کړه

 د مس عينک زون په نننۍ لوبه کې په ۳۶ منډو د امو زون لوبډلې ته ماته ورکړه او له دې سره يې د غازي امان الله جان جام پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له مخې: د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو دويمه پلی آف لوبه د مس عينک زون او امو زون لوبډلو ترمنځ نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د امو زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې احسان الله احسان ۵۲ ناسوځېدلې، عمران ۴۸، نور علي ځدراڼ ۳۴ او ضیا الرحمن ۲۹ منډې وکړې.

د امو زون له لوري ميروېس اشرف او سليم ۳-۳ او ابراهيم ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۲۰۶ منډو د هدف په تعقيب کې د امو زون ټول لوبغاړي په ۴۰.۱ اورونو کې وسوځېدل او ۱۶۹ منډې يې وکړې، چې په ۳۶ منډو يې مس عينک زون ته لوبه وبايلله. د دوی له لوري عبدالمالک ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸ او جاوېد احمدي ۲۰ منډې وکړې.

د مس عينک زون له لوري شمس الرحمن ۴، ضیا الرحمن ۳، نواز خان ۲ او ناصر توتاخېل ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ضیا الرحمن ته ورکړل شوه، چې ۲۹ منډې يې ترلاسه کړې او همدا راز ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

د يادولو ده چې بوست زون مخکې پايلوبې ته لار پېدا کړې وه، چې د مس عينک زون او بوست زون ترمنځ به د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه د سپتمبر په ۲۴مه نېټه سهار ۹ بجې د کابل په لوبغالي کې ترسره شي.