د ګرېډ ون سیالېو په لړ کې ننګرهار لوبډله نیمه پایلوبې ته لار پېدا کړه

خان وزیر عابد

د چېلنج کپ لومړۍ درجه ګرېډ ون یو ورځنیو ولایتي سیالیو په دوام نن په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ننګرهار لوبډلې په ۷ ویکټو لوګر لوبډلې ته ماته ورکړه او د ګرېډ ون سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار پیداکړه.

د دغې لوبې پچه لوګر لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۹ منډو ستر هدف د ننګرهار لوبډلې ته وټاکه.

د لوګر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې محمد صابر ۱۲۲، عبدالقدير ۴۴ او اسدالله ۳۸ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې يوسف خان او زبېر اکبري څلور- څلور لوبغاړي وسوځول او حسن خام هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ننګرهار لوبډلې ټاکل شوی د ۲۴۸ منډو هدف په ۴۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او یاده سیالی یې په اووه ویکټو له لوګر لوبډلې وګټله.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عابد محمدي ۱۰۰، وحیدالله شفق ۵۶ ناسوځېدلې او اکبر موسی زي ۲۷ منډې جوړې کړې چې د هدف په پوره کولو کې ښه رول ولوبوه.

د لوګر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې زاهد خان، فضل حق او محمدالله یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو له هدف یې دفاع ونشوه کړی.

د د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یو ځل بیا د تل په څېر عابد محمدي ته ورکړل شوه، نوموړي نن هم سلیزه ووهله چې د هدف په پوره کولو کې ښه رول ولوبوه.

د یادولو ده چې د ګرېډ ون سیالیو په لړکې ننګرهار لوبډلې په خپل ګروپ کې په پرله پسې توګه په دریو سیالیو کې درې واړه لوبې وګټلې او نیمه پایلوبې ته يې لار پېدا کړه.