میسي د لوبې له پېل څه وویل؟

محمود خان منندوی

” دا ډېره سخته ده، چې د تېر فصل وروسته خبرې کوم! خو هغه خبره چې مي وکړه، پښېمانه نه یم او بیا هم هغه خبره کوم.”

” زه په دې کي هیڅ شک نه لرم، چې دا فصل به د هر څه لپاره کار وکړو. زه مطمین یم او پر دې لوبډله د فني کادر څخه بیا تر باقي پورې اطمینان لرم.”

” د تېر کال په پای کې ځیني شیان خراب شول او بد تېر شو، خو په اخیرو 11 کلونو کي 8 ځله لیګ ګټل د قدر وړ دی.”

” په نورو ځایونو کې په 11 کلونو کې 8 ځله لیګ ګټل د معجزې په مثال دی.

” زه پر دې لوبډله یوه ذره شک نه لرم. یو ځای د ټولو شیانو له پاره جنګېږو. “