د افغانستان خپلواکۍ په نوم سیالیو کې روحاني لوبډلې مطمئن لوبډلې ته ماته ورکړه

راپو: عبدالولي عمري

د هیواد د سلیمې کلیزې په ویاړ هلمند ولایت کې د هارډ بال رسمي سیالیو کي ۱۱ سمه لوبه ترسره شوه ، چې دې لوبه کې روحاني لوبډلې مطمئن لوبډلي ته په ۱۲۰ منډو ماته ورکړه.

د همدې یولسمې لوبې پیل روحاني لوبډلې وکړ ، روحاني لوبډلې د درو لوبغاړو په سوځیدو سره مطمین لوبډلې ته د ۲۶۸ منډو هدف ورکړ.

روحاني لوبډلې ته شریف الله بارکزي ۹۷، زلمي وفا ۷۸ او نصیب الله بارکزي بیا ۳۲ ناسوځیدلې منډې وکړې.
د مطمئن لوبډلې په ګته بیا رقیب دوه لوبغاړي وسوځول.

په دوهم وار توپ وهنه کې مطمئن لوبډلې په خپلو اورونو کې پوره هڅه وکړه ترڅو ټاکلي هدف ته ځان ورسوي ، خوبریالي ن شوه ، دې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او په دې سره یې لوبه له لاسه ووتله.

د مطمئن لوبډلې لپاره رقیب خان ۵۸ او اصف ۲۹ منډې وکړې.
د روحاني لوبډلې په ګټه بیا فضل ربي ، محیب الله ، او احمدشاه دوه ــ دوه لوبغاړي وسوځول.

ددې لوبې دغوره لوبغاړي ډالۍ شریف الله بارکزي ته ورکول شوه ، بارکزي دخپلې لوبډلي په ګټه ۹۷ منډې جوړې کړې وې.